Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپارههم د مرستې په خاطر زما فریاد واورهواوره دعا ته زما د بې ریا زړه
2زما په حق کې ته انصاف وکړهځکه پوهېږې حقیقت باندې ته
3تا امتحان کړ زما زړهته په شپه کې راغلې ماتهزه دې ښه وازمایلمهېڅ بدي دې پیدا نه کړله په ما کې
4لکه د نورو په شان نه کوم خبرې بدېما دی کړی اطاعت د ستا د امرما د ظلم لاره نه ده خپله کړې
5یمه تللی همېشه د ستا په لارهښویېدلي مې هېڅ نه دي قدمونه
6خدایه فریاد کومه ځکه راکوې ته ځوابونیسه غوږ ماته واوره زما بیان
7عجیبه او تلپاتې مینه دې ښکاره کړه ماتهژغوري ستا ځواکمن لاس هغویچې پناه غواړي په تا کې له دښمنه
8ومې ساته لکه کسي د چشمانوپټ مې کړه د سیوري د وزرو نه دې
9ومې ساته له بد کارو چې حمله کوي په ماله قاتلو دښمنانو چې چاپېره دي له ما
10رحم نشته په هغوی کېکړي خبرې کبرجنې
11په ما پسې دي هغویچاپېر شوي دي له ما نهپه هرځای کې چې زه ګرځمدوی فرصت ته انتظار کړيچې ما وولي په ځمکه
12دوی په شان دي د هغو وږیو زمریانوچې کړي ښکار خوراک دپارهیا په مثل د زمریانو د بچیانوچې په پټ ځای کې وي ناست حملې دپاره
13ای څښتنه، شه راپورته مقابل کېته زما د دښمنانو او دوی مات کړهله بدکارو مې کړه خلاص په توره خپله
14چې هرڅه لري هغوی په دې دنیا کېما کړه خلاص له داسې خلکوسزا ورکړه د کړاو چې تا ساتلی دوی دپارههم ورکړه پرېمانه کړاوونه یې بچیانو تهدغه شانتې ورکړه کړاوونه د بچیانو اولادو ته یې
15خو زه به وکړم ستا دیدارځکه بد مې کړي نه دياو چې کله رابېدار شمموجودیت د ستا قانع به زما زړه کړي