Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې
2څښتن دی زما ساتونکیدی زما قوي کلازما ژغورونکی زما خدای دیزما امن دی هغه کېکوي ساتنه زما لکه د سپر په شاندی زما قوي ژغورونکیاو د امن پناه ځای دی زما
3مرسته غواړم له څښتنهچې لایق دی د صفتخلاصوي مې هغهما له خپلو دښمنانو څخه
4د مرګ رسۍ رانه راتاوې شولېد بربادۍ سېلابو واخیستمه
5د ګور په لومه کې راګېر یمه زهمرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
6په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړکومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړزما اواز یې په خپل کور کې واورېدزما فریاد یې د کومک واورېده
7بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدلهخوځېدل د غرو بېخونه په لړزه شولځکه په قهر ؤ خدای
8شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګیبلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
9ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راښکته شوتورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې
10سپور په اسماني مخلوق شو والوتهسپور شو په وزرو د باد زر راغی
11ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نهد اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده
12جلال یې د حضور شولو ښکاره په منځ د ورېځو کېږلۍ او سرې سکروټې ورېدې لکه باران
13لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانهشو اواز د خدای تعالی په اورېدو
14وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړلد برېښنا په پړکېدو یې وارخطا کړل
15بیا ستا په رټلو باندې ای څښتنهستا د تنفس په انفجار سرهتل د دریاب هم راښکاره شولووو پراته د ځمکې بنیادونه لوڅ
16له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولمله ژورو اوبو ده راوویستلم
17زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاصاو له هغو چې نفرت یې کړ له ما نهدوی وو ډېر قوي له ما نه
18هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کېدوی حمله وکړه په ماخو څښتن راڅخه وکړ ملاتړ
19له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړهځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
20اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېکیمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته
21ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دینه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای نه اړولی دی
22ما عمل کړی د هغه په ټولو حکمونونافرماني مې کړې نه ده له قوانینو د ده
23هغه پوهیږي زه بې عیبه یمهبدو کارونو نه مې ځان ساتلی
24نو اجر راکړی څښتن ځکه کړم کارونه نېکهغه پوهیږي بې ګناه یمه زه
25ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادارتل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه
26پاک ته خپل ځان پاک ښکاريټګمار ته ځان پېچلی
27ته عاجزانو ته نجات ورکوېخو کبرجن ټیټوې
28ای څښتنه زما خدایه، ساتې زما ډېوه روښانههم تیاره مې بدلوې په رڼا باندې
29راکوې قوت چې کړم حمله په دښمنراکوې قدرت په دېوالو د ختلو
30ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه ديڅومره د باور یې ټول لوظونه ديهغه دی سپر هغو تهټول چې پناه ده ته راوړي
31ځکه چې څوک دی خدای بې له څښتنه؟څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟
32هغه خدای دی چې قوت راکوي ماتههغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره
33زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړماو په غرونو کې مې ساتي خوندي
34هغه ما تیاروي د جنګ دپارهترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو
35سپر راکوې ماته د خلاصون خپلمرسته کوي ښي لاس ستا زما سرهزه قوي کړی ستا کومک یمه
36ته پراخوې زما د پښو لارهځکه نه ښوییږي پښې زما هېڅکله
37دښمنان تعقیبوم او ور رسېږمنه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
38داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شيدي زما د پښو لاندې نسکور پراته
39راکوې ما له ته قوت د جګړېغورځوې ماته دښمنان په پښو کې
40مجبوروې دښمنان زما تېښتې تهزه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځینې
41دوی د کومک دپاره کړي فریادنشته څوک چې کړي دوی خلاصوهي چیغې دوی څښتن تههغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
42لکه د دوړې میده کومه یې زهچې یې هر خوا والوزوي بادونهداسې یې ایسته غورځوملکه د خټو د کوڅو په شان
43تا د سرکښانو خلکو خلاص کړلماو د قومونو دې سردار کړلماوس مې خدمتونه هغه خلک کويڅوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
44هم بېګانه خلک زما په مخ کې ټیټوي سرونهچې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
45دوی بایلي خپل همتونهپه لړزه باندې راوځي دوی له خپلو کلاګانو
46څښتن ژوندی دی!وي دې ثنا زما ساتونکي ته!کړئ اعلان لویي د هغه خدای چې مې ژغوري
47راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنهراولي زما د ځواک لاندې قومونه
48او ما له خپلو دښمنانو خلاصويراکوې بریا په دښمنانو ای څښتنه تهاو ما ساتې له ظالمو انسانانو څخه
49ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې به ستا ثنا وایمهاو صفت به ستا د نامه کومه زه په سندرو سره
50خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پاچا تهمینه تلپاتې کوي د خپل غوره کړای شوي سرهتل ترتله د داود او د هغه د اولادې سره