Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلالکارنامې د لاس یې وایي فضا
2هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ تههره شپه یې تکراروي سبا شپې ته
3نه کوي هغوی خبرېنه اواز یې اورېدی شي
4خو بیاهم د دوی پیغام ټولې دنیا ته ور رسیږيد دوی خبرې د دنیا تر بل سره اورېدل کیږيخدای خېمه ده لګولې په اسمان کې لمر دپاره
5لمر راوځي لکه زوم د خپل مکانهلکه څنګه چې خوشحال وي یو اتل مسابقې ته
6لمر راخېژي د اسمان له یوه سرهاو رسیږي تر بل سرههېڅ شی پټ نه دی د هغه له ګرمۍ نهد څښتن شریعت
7د څښتن شریعت کامل دیاو تازه کوي روحباوري دي ټول حکمونه د څښتنورکوي حکمت هغو ته چې ساده دي
8دي سم د څښتن اصولد خلکو زړونو ته خوښي ورکويپاک دي حکمونه د څښتنورکوي ذهن ته پوهه
9وېره ښه ده له څښتنهبرقرار به وي مدامد څښتن قضاوتونه دي برحقهاو همېش عادلانه دي
10ده په زړه پورې د سوچه طلا نه ډېره هغهډېره خوږه ده د سوچه شاتو نه
11ورکوي هغه اخطار د ستا خادم تهکه یې ومنم نو مومم به لوی اجر
12نه شي څوک کولای چې په خپله خطا پوه شيمعاف کړه ای څښتنه خطاګانې نامعلومه مې
13نو قصدي ګناه نه ما خوندي وساتهپرې یې نږدې چې په ما شي مسلطهاو بیا زه به شم کاملشم به خلاص له ګناهونو لویو لویو
14ای څښتنه، ای زما د پناه ځایه! ای زما ژغورونکیه!شي منظورې دې خبرې او فکرونه زما تاته!