Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحاليکړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی
2تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمانرد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال
3تا پاچا کړ استقبال په ډېرو ښو برکتونوکېښود دې په سر د هغه تاج د سوچه سرو زرو
4هغه ژوند وغوښت له تا نهاوږد عمر دوامدار دې ورته ورکړ
5ستا په مرسته د هغه جلال ډېر لوی شوتا ورکړی دی هغه ته ښه شهرتهم ډېر زیات شان او شوکت
6هغه ته دې ورکړی برکت نه ختمېدونکی دیورکړی خپل دیدار دې ورته زړه خوشحالوونکی دی
7کړي پاچا توکل څښتن تعالی باندېپه سبب د ده د تلپاتې مینېهغه تل به وي په امن
8ته به خپل ټول دښمنان ونیسېوبه نیسې هغو چې کوي کرکه له تا نه
9چې ښکاره کله ته ځان کړېد تنور د اور په شان به دوی برباد کړېپه خپل قهر به څښتن هغوی هلاک کړيدوی به وسوځوي اور
10ته به مړه کړې هغوی ټولڅوک ژوندی به پاتې نه شي د هغوی د اولادې نه
11جوړوي د ستا په ضد دوی دسیسېاو ستا په ضد د شرارت پلانونهخو کامیاب به دوی پرې نه شي
12په هغوی باندې به خپل غشي ګوزار کړېدوی په شا به شي او وبه کاندي تېښته
13مونږه ستا کوو ستاینه ای څښتنهستا د لوی قوت دپارهمونږ به ووایو سندرې او ثنا ستا د قدرت