Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پرې ایښی؟شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟نه مې اورې ته زګېروي، ولې نه راځې خلاصون له؟
2هره ورځ درته فریاد کړم زما خدایهخو ځواب نه راکوې تههره شپه درته فریاد کړمخو ما ونه موند ارام
3خو ته سپېڅلی یې او ناست یې پاچاهي کړېقبلوې د اسراییلو ثناګانې
4په تا وکړلو توکل زمونږ نیکونوچې توکل یې په تا وکړ تا خلاصون هغوی ته ورکړ
5هغوی تاته فریاد وکړ او تا خلاص کړل له خطرهچې توکل یې په تا وکړ هغوی نه شولو مایوسه
6خو د خلکو په نظر کې زه چینجی یم انسان نه یمخلک خاندي په ما پورې او په سپکه راته ګوري
7وهي ما باندې ملنډې چې هرڅوک وویني ماراوباسي راته ژبې خوځوي راته سرونه
8دوی وایي: «په څښتن دې تکیه وکړيچې خلاصون ورکړيځکه څښتن ورسره مینه کوينو هغه دې وژغوري»
9همدا ته وې چې دې راووېستمخوندي د مور د خېټې نهزه ماشوم ومه د غېږې تا ساتنه کړه زما
10زه چې شومه راپیدا له هغې ورځېتا په ما کولو پامله کوم وخت نه چې پیدا شومهمدا ته وې زما خدای
11لېرې کېږه مه له ما نهدی کړاو رانژدې شویهېڅوک نشته دی د مرستې
12ډېر دښمنان رانه چاپېر دي د غویانو په څېردي په مثال د غویانو زورورو د باشان د سیمې
13زما دښمنان لکه زمریان ديخولې یې خلاصې غړمبار کړيهم کوي په ما بریدونه
14لکه توی چې شي اوبه په ځمکه باندېداسې لاړلو قوت مې له بدنهټول هډوکي مې بندونو نه جدا شولزړه زما شولو د موم په شاناوبه زما سینه کې
15زور مې ټول لکه د خټو د کودي په شانتې خلاص شوپه تالو پورې مې ژبه ده نښتېزه دې پرېښودمه مرګ ته په ګردونو کې
16بدکاران خلک زما نه راچاپېر شوللکه د سپیو په شان راتاو شول رانهپښې او لاسونه یې زما وداړل
17شم شمېرلی مې هډوکي د بدن ټولدښمنان زما په ځیر ځیر راته ګورياو خوشحالیږي په ما
18اچوي پچه دوی زما په جامواو یې وېشي په خپل منځ کې
19خو ای څښتنه، لېرې کېږه مه له ما نهای زما ځواکه، بیړه کوه زما مرستې ته راشه
20زما ځان خلاص کړه د تورې د ګوزار نهقیمتي ژوند زما وژغوره له سپیو
21د زمرو د خولې مې خلاص کړههم مې خلاص کړه د وحشي غویو د ښکرو
22زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو تهد دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت
23له څښتنه چې وېرېږئ، د هغه ثنا ووایئ!ای د یعقوب اولادې، ټول کړئ عزت د هغه!د اسراییلو ټولو خلکو، کړئ عبادت د هغه!
24نه دی غافل شوی غریبانو نهاو نه یې د نظره غورځولی د هغوی تکلیفنه دی اړولی هغه خپل مخ له هغوی څخههم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دي
25لویه غونډه کې به وکړمه صفت ستا د کارونوپه حضور د هغو خلکو چې کوي عبادت ستازه به ورکړمه نذرونه چې یې وعده کړې ما
26غریبان چې څومره غواړي دوی به وخوريچې رجوع کوي څښتن ته د هغه ثنا به وایيتل ترتله دې نېکمرغه وي هغوی!
27ټوله ځمکه به څښتن یادويهم به ټول ده ته راواوړيټول قومونه به څښتن ته په سجده شي
28ځکه دی څښتن پاچاحکومت کړي په قومونو
29ټول مغرور خلک به ده ته سجده کانديټول فاني خلک به ده ته په سجده شياو هغوی چې ځان ژوندي ساتلی نه شي
30عبادت به د هغه کوي راتلونکي نسلونهد څښتن په څپرکی به وکاندي بل نسل ته بیان
31دا به وویل شي هغو ته چې لا نه دي پیدا شوي:«څښتن ژغورلي یو مونږ!»