Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1څښتنه ستا درګاه ته زه دعا کومه
2زما خدایه، توکل دی زما په تامه پرېږده مې شرمنده شممه پرېږده مې دښمنان راباندې بر شي
3چې په تا کوي توکل هغه به نه شي شرمندهبې سببه چې خیانت کړي شي هغوی به شرمنده
4ای څښتنه، خپلې لارې دې راوښایه ته ماتهطریقې د ژوند رازده کړه خپلې ماته
5حقیقي لاره راوښایه ما پوه کړهځکه ته زما ژغورونکی خدای یېتل په تا باندې توکل کړم
6در په یاد کړه ای څښتنههغه خپل رحم او تلپاتې مینهچې دې کوله له ازله ځینې
7ګناهونه او سرکښۍ د ځوانۍ مې کړه ته هېرېدر په یاد مې کړه څښتنه په تلپاتې مینې خپلېمهربان یې ای څښتنه
8څښتن نېک دی او صادق دیګناهکارو ته ورښایي سمه لاره
9عاجزانو ته ورښایي نېغه لارهطریقه خپله وروښایي هغوی ته
10هغو خلکو ته به وکړي لارښودنه په مینه او وفاچې ولاړ د ده په لوظ وي او مني د ده حکمونه
11د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنهګناهونه زما معاف کړه ځکه زیات دي
12هغه څوک چې کوي وېره له څښتنههغه وبه ښایي هغه ته سمه لاره چې پرې لاړ شي
13دی همېش به وي سوکالهاولاده به یې د ځمکې وارثان شي
14دی څښتن ملګری د هغو خلکوڅوک چې کوي وېره د هغه ځینېدی به هغوی سره خپل لوظ کړي تایید
15سترګې په لار یمه همېش څښتن تهځکه هغه مې خلاصوي د دښمن له دامه څخه
16زما په لوري نظر وکړه ای څښتنه رحم وکړه په ماځکه چې زه یمه تنها او هم مظلوم یمه زه
17د زړه غمونه مې زیات شوي ديټولو سختیو نه نجات راکړه
18زما غمونو، تکلیفونو ته نظر وکړه تهاو ګناهونه راته وبخښه ټول
19ګوره څومره زیات دي دښمنان زماګوره څومره سخت کوي نفرت له ما
20ته مې وساته خلاصون راکړه ته ماتهمه پرېږده چې شرمنده شمله همدې وجې پناه راوړمه تاته
21کړي نېکي او صداقت دې زما ساتنهځکه چې زه کوم توکل په تا
22ته کړه خلاص ای خدایهاسراییل له خپلو ټولو تکلیفونو