Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1ته ښکاره کړه ای څښتنهچې زه یمه بې ګناهدې دپاره چې کومه سم کارونهاو په تا باندې توکل کومه بې له شکه
2کړه امتحان مې ای څښتنه او مې وازمایهزما د زړه او ذهن دواړو ازمایښت وکړه ته
3ځکه ستا تلپاتې مینه زما په سترګو کې دهزه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې
4د درو��جنو خلکو ملګرتیا نه کومد منافقو هېڅ ملتیا نه کوم
5زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومهاو د بدکارانو سره نه کښېنمه
6خپل لاسونه زه وینځمهچې دا وښایم بې ګناه یمقربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه
7په لوړ اواز وایم سندرېاو ادا کوم ستا شکربیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه
8ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دیهغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی
9ګناهکارو سره مه تباه کوه ماد قاتلو له تقدیره ته ساته ما
10هغه خلک چې جوړوي پلانونه تل د بدۍچې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي
11خو زه کړم سم کارونهرحم وکړه ته په ما او نجات راکړه
12زه د ټولو خطرونو نه خوندي یمپه لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه