Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1څښتن زما رڼا زما نجات دینو بیا چا نه وېره وکړم؟دی څښتن زما د ژوند ښه پناه ځایوېره نه کړم زه د چا نه
2چې کړي کله بدکاران په ما حملهرقیبان او دښمنان چې کله هڅه زما د مرګ کړيتیندکونه خوري رالویږي
3که لښکرې هم له ما نه شي چاپېرېزه به ونه کړمه وېرهکه جګړه زما په ضد هم شي روانهبیا به ��م کوم توکل په څښتن
4زه د یو شي سوال کومه له څښتنههغه دا دی چې یې غواړمچې ټول عمر د څښتن کور کې دېره شمچې زه ووینم ښېګڼې د څښتناو چې وکړمه طلب د هدایت یې
5د سختیو په وختونو کې به ماته پناه راکړيما به وساتي په امن په خپل کور کېما به وساتي خوندي په سر د لوړ ګټ
6بریالی به شم په ټولو دښمنانوچې زما څخه چاپېر ديزه به ورکړم قربانۍ د ده په کور کېد خوشحالۍ په چیغوزه به وایمه سندرې د څښتن به کړم ثنا او صفت یې
7زه چې کله کړم فریاد نو ته یې واوره ای څښتنهمهربان شه په ما باندې او دعا مې کړه قبوله!
8کله تا چې دي ویلي: «راشئ زما عبادت وکړئ»ما ځواب درته ویلی: «زه به درشم ای څښتنه»
9ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوهته په ما مه په قهرېږهما مه شړه یمه زه ستا خدمتګارتل زما یې مددګارای زما د نجات خدایهته مې مه پرېږده او مه مې لېرې باسه
10که مې مور او پلار هم پرېږديخو څښتن به ما قبول کړي
11ماته خپله لاره وښایه څښتنهما په سمه لاره بوځهځکه ډېر مې دښمنان دي
12ما د رقیبانو واک کې مه ورکوهراپورته شوي زما په ضد دي دروغجن شاهدانراکوي د تاوتریخوالي اخطارونه
13زه باور لرم تر هغې به یم ژوندی چې خپل ژوند کې د څښتن نېکي وګورم
14کړه توکل په څښتناوسه مضبوطه او پرېږده زړه دې چې جرات پیدا کړيکړه توکل دې په څښتن