Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1ای څښتنه، ای زما دفاع کوونکیهزه فریاد کومه تاتهپه ما دې مه کڼوه خپل غوږونهکه ځواب راته رانه کړېنو زه به د هغو په شان شمچې وي روان د مرګ کندې ته
2زه چې کله د کومک دپاره تاته زاري کومهستا د ډېر سپېڅلي ځای په لور چې کړم لاسونه پورتهنو قبوله مې زاري کړه
3ما په هغو بدکارانو کې مه نیسهکوم چې کاندي بد کارونههغوی تل کاندي خبرې دوستانهخو په زړونو کې یې تل وي نفرتونه
4څه چې دوی کړي د هغو سزا ورکړهد هغو بدو کارونو چې دوی کړيد خپلو ټولو عملونو سزا ورکړه ته هغوی تهچې د کوم شي دوی لایق دي هغه ورکړه
5هغه کارونه چې څښتن کړي دياو یا هغه څه چې جوړ کړي دي هغههغوی یې نه ساتي پروانو به ونړوي دوی شي راګوزار بهبیا هېڅکله به هغوی نه کړي آباد
6ثنا او صفت دې وي څښتن تهچې یې واورېدې زارۍ زما د رحم په خاطر
7دی څښتن زما قوت او زما سپرزه د زړه نه توکل په هغه کړمههغه کوي راسره مرسته خوشحالیږي زړګیزه یې د شکر په سندرو صفتونه کوم
8څښتن قوت ورکوي خپل ولس تههغه کلا ده د نجات د خپل غوره پاچا
9ته خپل قوم ته نجات ورکړه ای څښتنههغه چاته برکت ورکړه چې ستا ديته شپونکی د هغوی اوسههمېشه ورباندې پام کړه