Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1د څښتن ستاینه وکړئ د اسمان مخلوقهووایئ چې څومره ډک دی د جلال نه د څښتن نوم
2د څښتن عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلتوباو شان شوکت کېکړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
3په دریابونو اورېدلی شي اواز د څښتنجلالي خدای کړي خبرې لکه تندرپه ټولو دریابونو اورېدی شي اواز د هغه
4زورور دی د څښتن اوازډک دی له جلاله د څښتن اواز
5چې څښتن کاندي خبرېنو اواز یې ماتوي د سبر ونېحتی دا چې ماتوي هم د لبنان د سبر ونې
6لړزوي هغه ټول غرونه د لبنانوهي څرنګه ټوپونه چې خوسکید حرمون غر په دا ډول خوځېدل کړيلکه د ځوان وحشي غویي د ټوپونو په شان
7ځلېدونکې برېښنا جوړهله اوازه د څښتن شي
8د څښتن اواز دښته په لړزان راوليده په لړزان د قادش دښته
9د څښتن په اواز کږوي د څېړۍ ونېاو د ونو څخه پاڼې رژوينو د خدای په کور کې هر یو چیغې وهي:«وي دې جلال څښتن ته»
10حکم چلوي څښتن سېلاب باندېوي هغه پاچا به تر ابده
11ورکوي څښتن ولس خپل ته قوتورکوي ورته د سولې برکت