Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1ای څښتنه بیانومه ستا لویيځکه تا یمه ژغورلیدښمنان دې زما نه دي پریښيچې په ما شي دوی خوشحاله
2ای څښتنه زما خدایهما فریاد وکړ ستا د کومک دپارهتا شفا راکړله ماته
3زه د مرګ په لار روان ومتا له قبره وساتلمنوی ژوند دې راکړ ماته
4ای څښتن ته وفادارو خلکو!ثنا یې ��ایئ په سندرو باندېساتئ یې په یاد شکر یې کړئ چې دا سپېڅلی دی
5وي غضب د ده یوې شېبې دپارهخو یې فضل وي د ټول عمر دپارهد شپې کېدای شي چې ژړا وي ټولهخو په سهار کې خوشحالي راځي
6چې مې احساس د بې غمۍ وکړبیا مې د ځانه سره داسې وویل:«زه به هېڅکله په لړزان نه شم»
7کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنهزه دې د غره په شان قوي کړمهکله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم
8ما فریاد وکړ تاته ای څښتنهما د رحم سوال وکړلو له تا نه
9«زما مرګی به څه فایده ولري؟څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟ایا خاورې به ویلای ستا ثنا شي؟دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟
10کړه دعا زما قبوله ای څښتنه رحم وکړه ته په ماای څښتنه مددګار شه ته زما»
11تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډاتا د ویر جامې زما نه وویستلېدې جامې د خوشحالۍ راواغوستلې
12نو زه به غلی پاتې نه شمزه به وایم ستا د ثنا سندره د زړه له تلهای څښتنه! زما خدای یېتل ترتله به زه ستا شکر کومه