Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت تهته عادل یې ماته راکړه نجات
2ونیسه غوږ ماته واوره زما دعازر شه ماته نجات راکړهزما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړېته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې
3ته زما کلا او پناه ځای یې تهته د خپل نوم په خاطر وکړه هدایت او لارښ��ونه راته
4ما له هغه دامه وساته چې دوی دی راته ایښیځکه ته مې پناه ځای یې
5زه خپل روح سپارمه تاتهما به وژغورې څښتنهوفادار یې ته ای خدایه
6له هغو خلکو څخه کرکه کومچې عبادت کړي د بتانو بې ارزښتوخو زه په تا باندې توکل کومه
7زه به خوشحاله یم خوښي به کوم ستا په تلپاتې مینهځکه چې تا زما درد ولیدلواو د تکلیف نه مې خبر شولې
8زه دې ورنه کړم په لاس د دښمنانوخوندي ځای ته دې زه بوتلم
9رحم وکړه په ما باندې ای څښتنهځکه یمه په تکلیف کېزما سترګې ستړې شوې له ژړا نهزه بېخي یمه ستومانه
10ژوند مې شو په غم تالاد خفګان د لاسه عمر مې لنډ شویزه مې خپلو ګناهونو کړم کمزوریان هډوکي مې له کاره دي وتلي
11راته په سپکه سترګه ګوري دښمنان ټول زماپه تېره بیا ګاونډیانهغوی چې پېژني ما زړه یې چوي له ما څخهکله چې دوی مې په کوڅه کې وینيدوی کاندي تېښته له ما څخه
12زه هرچا یمه هېر کړی لکه مړی چې څوک هېر کړيزه په شان یم د کودي چې وي چا لېرې غورځولی
13کړي ګونګوسي راپسې ډېر دښمنان اورم یې زهله هرې خوا راباندې وېره ډېرهدوی پلانونه زما په ضد جوړويهم جوړوي مې د مرګي دسیسې
14خو توکل زما په تا دی ای څښتنهزه دا وایم: «ته مې خدای یې»
15زما ژوند دی ستا په لاس کېد دښمنانو د لاسونو نه مې خلاص کړهاو له هغو نه مې خلاص کړهچې په ما پسې دي
16په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار تهوژغوره ماته په خپلې تلپاتې مینې
17ته مې مه پرېږده څښتنه چې خجل شمځکه تاته زه فریاد کړمبدکاران دې خجالت شيپټه خوله دې دوی شي کوز خپلو قبرو ته
18د هغوی دروغجنې ژبې دې شي غلېچې مغرور او کبرجن ديچې نېکانو پسې کړي سپکې خبرې
19څه عجیبه دا ښه شیان ديچې تا ساتلي دي هغوی ته چې کړي وېره له تاهر یو پوهیږي چې ته څومره نېک یېڅنګه ته ساتې هغوی چې غواړي پناه ستا نه
20ته هغوی د نورو خلکو دسیسو نهخپل حضور کې خوندي ساتېدوی د خپلو دښمنانو له تورونوپه ډاډمنه پناه ځای کې پټ ساتې
21ثنا او صفت دې وي څښتن ته!کله چې زه په کلا بند ښار کې ګېر شوی ومهڅه عجیبه مینه یې وکړله له ما سره
22زه وېرېدلی وم او خیال مې کاوهچې ستا حضور ځینې زه لېرې شړل شوی یمهخو کله ما چې زارۍ وکړې د کومک دپارهنو تا زما دعا قبوله کړله
23ای خپل څښتن ته وفادارو خلکوده سره مینه وکړئڅښتن ساتنه کوي د وفادارو خلکوخو کبرجنو ته د خپل عمل پوره سزا ورکوي
24اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکوټول هغه چې هیله له څښتن لرئ