Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1بختور دی هغه څوک چې سرکښي یې بخښل شوېهغه څوک چې په ګناهونو یې اچول شوې پرده
2بختور دی هغه څوک چې یې څښتن نه ګڼي مجرماو هغه څوک چې د ټګۍ نه پاک وي
3کله چې نه مې کاوه اقرار په ګناهونو خپلونو ټوله ورځ به له زګېروو نه زه ستومانه ومه
4راکوله به سزا راته شپه او و��ځ تا ای څښتنهما قوت خپل بېخي ورکړ له لاسهلکه څنګه چې د اوړي ګرمي وچ کړي لنده بل
5نو ما تاته اقرار وکړلو د خپلو ګناهونوپټ مې نه کړل ما له تا نه خپل جرمونهدا مې وویل د خپل ځان سره په زړه کې:«زه به په خپلو سرکښیو باندې وکړمه اقرار څښتن ته»او تا زما ټول ګناهونه معاف کړل
6نو چې موقع نه وي د لاس ځینې وتلېباید ټول وفادار خلک دعا وغواړي له تا نهچې کله زیات شي تکلیفونه د سېلاب په شانتکلیف به دوی ته ور ونه رسیږي
7ته پناه یې زما ما به ساتې د تکلیفونو نهزما د بچ کېدو نغمې چاپېره به ویلی شي
8څښتن وایي: «هغه لار به درته ښایمچې باید ته پرې لاړ شېتاته به وکړم لارښوونه زهاو په تا به ساتم نظر
9بې عقل کېږئ مه لکه د اس او د قچر په شانچې کنترول یې په قیضه او واګي کیږياو که نه نو رابه نه شي ستاسو خواته»
10ډېر وي غمونه بدکارانو لرهخو چې څوک کړي په څښتن باندې توکلساتل کیږي به هغه د ده په تلپاتې مینه
11ای نېکانو، هغه څه چې څښتن کړيپه هغو خوشحاله اوسئ او ښادي کړئصادقانو، د خوښۍ ووهئ چیغې!