Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1ای نېکانو هغه کارونه چې څښتن کړيهغې دپاره ووهئ د خوشحالۍ چیغېمناسبه ده ستاینه د هغه د صادقانو دپاره
2وکړئ شکرونه د څښتن په وهلو د رڅپرکیهم ورته وغږوئ ساز په چنګ سره
3هغه ته ووایئ سندره نوېپه ښو سازونو سرهاو لوړ اوازونو سره
4د څښتن کلام رښتینی او صحیح دیټول کارونه د هغه د باور وړ دي
5خوښوي څښتن نېکي او عدالتده ځمکه ډکه د څښتن له تلپاتې مینې
6اسمانونه د څښتن په حکم جوړ شولپه خبره یې د خولې لمر او سپوږمۍ او ستوري جوړ شول
7دریابونه یې په یو ځای کې راټول کړلکړل بحرونه هغه بند په لویو لویو ذخیرو کې
8پرېږدئ ټوله ځمکه د څښتن څخه په وېره شيپرېږدئ ټول خلک د نړۍ یې درناوی وکړي
9کله چې ده ورکړو فرمان نو دا دنیا شوه پیداد ده په امر ټول شیان پیدا شول
10د قومونو پلانونه څښتن ورشنډوينه پرېږدي هغوی چې کړي حاصل خپل مقصدونه
11خو تل ترتله کړي دوام د ده پلانونهټولو نسلونو پورې وي به دوامدار یې مقصدونه
12چې خدای یې وي څښتن نو هغه قوم بختور دیچې خپل ځان ته یې غوره کړي هغه خلک بختور دي
13لاندې ګوري له اسمان ځینې څښتنویني مونږ ټول انسانان
14په اسمان کې له خپل تخت نههغه څاري ټول اوسېدونکي د جهان
15دی جوړوونکی د هغوی د ټولو زړونو هغهاو هم خبر یې دی د ټولو عملونو هغه
16په خپل قوي لښکر پاچا کامیابېدلی نه شيپه خپل زیات ځواک سره عسکر روغ راوتلی نه شي
17څوک چې په اس یقین لري بری موندلی نه شيکه زورور وي اس بیاهم څوک بچ کولای نه شي
18څښتن ساتي خپل نظر په هغو خلکوچې کړي وېره له هغه نهاو څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه
19هغه دوی ساتي له مرګي نهپه وختونو د قحطۍ کې یې هم ساتي ژوندي
20مونږ یو په امید کې کړو څښتن ته انتظاردی مرستندوی زمونږ او زمونږ سپر دی
21زمونږ زړونه دي خوشحال د ده په وجهځکه مونږ کړو توکل د ده په پاک نامه
22څنګه چې تاته دی زمونږ امیدداسې دې ستا تلپاتې مینه وي زمونږه سره