Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1تل به کومه د څښتن ثنا او صفتوي به همېش زما په شونډو د هغه ستاینه
2زه به یې وستایم په هغه چې یې کړي دي څهپرېږده ټول بې وزلي واوري او خوشحال شي
3د څښتن لویي زما سره اعلان کړئراشئ یوځای یې د نوم ستاینه وکړو
4ما دعا وکړه څښتن ته او هغه کړله قبولهزه یې کړم خلاص �� ټولو وېرو ځینې
5څوک چې توکل کړي په هغهنو د خوشحالۍ نه به یې ځلیږي مخهغوی به هېڅکله ونه شرمیږي
6دې بې وزله سړي وکړلو فریاد څښتن ځواب کړهغه خلاص کړلو د خپلو ټولو تکلیفونو څخه
7هغه خلک چې د څښتن څخه کړي وېرهفرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېرهاو خلاصون ورکوي دوی ته له خطره
8وګورئ ځان پوه کړئ چې څښتن دی څومره غورهبختور دي هغه څوک چې د هغه نه پناه غواړي
9وېره وکړئ له څښتنه د څښتن سپېڅلو خلکومحتاج به نه وي هغه خلک چې کړي د ده نه وېره
10د لوږې او احتیاج نه ځوانان زمریان هم ځوریږيخو هغه چې رجوع وکړي څښتن تهد هغوی دپاره نه به وي کمی د نعمتونو
11راشئ، بچیانو ماته غوږ ونیسئچې د څښتن عزت کول درزده کړم
12ایا د ژوند خوند اخیستل غواړئ؟ایا خوشحاله اوږد ژوندون غواړئ؟
13وساتئ خپله ژبه بدو خبرو نهوساتئ خپلې شونډې د دروغو نه
14له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکيسولې دپاره هلې ځلې کوئ او ورپسې وګرځئ
15دی د څښتن نظر نېکانو باندېاو نیسي غوږ یې فریادونو لره
16خو دی څښتن د بدکارانو خلافاو ورکوي د ځمکې د مخ نه د هغوی نوم او نښان
17نېکان فریاد کوي څښتن ته او هغه یې اوريدوی خلاصوي له خپلو ټولو تکلیفونو څخه
18څښتن نژدې دی هغو خلکو ته چې زړونه یې مات ويورکوي نجات هغو ته چې بایللی یې امید وي
19ډېر تکلیفونه په نېک شخص راځيخو هغو ټولو نه څښتن دا ژغوري
20هغه ساتي ټول هډوکي د دههېڅ یو ماتیږي نه له هغو څخه
21خپلې بدۍ له لاسه مړه به شي بدکاره خلکسزا به ورکړل شي هغو ته چې کړي کرکه د نېکانو څخه
22څښتن نجات ورکوي خپلو بندګانو لرهڅوک چې هغه ته پناه یوسي نو مجرم به نه شي