Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1مخالفت وکړه ته زما د دښمنانو سره ای څښتنههغوی چې ما سره کړي جنګ ورسره وجنګېږه
2ته دې خپل سپر او خپله زغره واخلهاو راشه ته زما د مرستې لره
3خپله نېزه او جنګي تبر دې راپورته کړه تهد هغه چا په مقابل کې چې په ما پسې ديدغه ډاډ راکړه چې به ماته راکوې خلاصون
4هغه کسان چې غواړي ما ووژنيهغوی دې ماتې سره مخ شي او رسوا دې شيزما په ضد چې دسیسې جوړويشي دې ناکام او خجالته دې شي
5دوی دې د بوسو په شان شي چې باد یې الوزوياو فرښته د څښتن دې هغو وځغلوي
6په هغه وخت چې فرښته د څښتن وي په هغوی پسېد هغوی لاره دې تیاره شي ښویېدونکې دې شي
7بې سببه هغوی ایښی راته دام دیبې سببه راته کنده یې ایستلې چې مې ښکېل کړي
8بربادي دې ناڅاپي ورباندې راشيدوی دې په خپل دام کې په خپله ګېر شيودې غورځیږي او برباد دې شيپه هغه کنده کې چې دوی کیندلې
9نو بیا زه به شم خوشحاله له سببه د څښتنزه به کړمه خوشحالي ځکه خلاصون یې دی راکړی
10د زړه له کومي به څښتن ته وایم:«نشته هېڅوک د ستا په شان څښتنهله زورورو څخه ژغورې ته کمزوري خلکته خواران خلک ژغورې له ظالمانو»
11بدکاران زما په ضد شاهدي وایيد هغو جرمونو تور راباندې وایيچې خبر ورڅخه نه یم
12د نېکۍ بدل کې ما سره بدي کړيزه یم ډوب ناامیدۍ کې
13خو چې کله به هغوی شول رنځوراننو په تن کولې د غم جامې به ماپه روژه نیولو ځان مې ځورولوما خپل سر به ټیټاوه کړله دعا مې
14لکه چې دوست او یا خپل ورور سره مې ویر کاوهسر به مې ټیټ کړلو له غمه ځینېلکه چې څوک کوي ژړا په خپلې مور باندې
15کله چې زه وم په تکلیف کې، دوی خوشحاله وو ټولسره راټول شول او ملنډې یې وهلې په ماپردیو خلکو به وهلمه زهاو دوامداره سپکاوی به یې کولو زما
16د هغو خلکو په شان څوک چې وهيریشخند ملنډې په ګوډانو باندېدوی چیچل ماته د نفرت غاښونه
17ترڅو به ګورې ورته ای څښتنه؟د دې خلکو د بریدونو نه مې خلاص کړهد دې زمریانو نه مې قیمتي ژوند وژغوره
18بیا به د ستا د قوم په غونډه کې ستا شکر کړمهد هغو ټولو مخکې زه به ستا ثنا وایمه
19زما بې سببه دښمنان مه پرېږدهچې شي خوشحاله زما په ماتې باندېمه یې پرېږده چې بې سببه کړي زما نه کرکهچې کړي خندا د خوشحالۍ زما په غم باندې
20د خیر خبرې نه کوي د شر خبرې کانديد هغوی پسې کوي غلطې خبرېڅوک چې په سوله کې ژوندون تېروي
21دوی په ما لګوي تور او وهي چیغې:«واه! واه! تا چې څه وکړل مونږ ولیدل»
22خو ای څښتنه ولیدل تا هرڅهنو چوپ کېږه مه څښتنهته له ما مه لېرې کېږه
23ای څښتنه، شه راپورته او دفاع راڅخه وکړهشه راپورته، زما خدایه، ته زما د دعوې وکړه وکالت
24ته عادل یې ای څښتنه، نو زما بې ګناهي کړه ته اعلانته زما دښمنان مه پرېږده چې ما باندې خوشحال شي
25هغوی مه پرېږده چې ووایي خپل منځ کې:«مونږ هغه له منځه یووړهغه څه چې مونږ غوښتل هغسې وشول!»
26څوک چې زما په بدبختۍ کې خوشحالي کړيهغوی دې سمه ماتې وخوري وارخطا دې شيڅوک چې خپل ځان له ما بهتر ګڼيشي په جامو د شرم پټ دې او رسوا دې شي
27هغوی چې غواړي ما برحق ووینيد خوشحالۍ چیغې دې ووهياو تل دې وایي: «څومره لوی دی څښتن!په سوکالۍ د خپل خادم باندې خوشحاله دی»
28ستا عدالت به بیا په ژبه زه بیان کړمهاو ټوله ورځ به زه د ستا ثنا صفت کړمه