Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1د زړه په تل کې د بدکاره خلکوکوي ګناه خبرېهغوی هېڅ وېریږي نه له خدایه
2دا چې دوی ځان ته ډېر اوچت فکر کړيفکر کوي چې خدای به نه کړي پیداد دوی ګناه او نه به یې وغندي
3د دوی د خولې خبرې بدې، له درواغو ډکېدوی نور نه کړي عقلمن کار او نېکي
4کله چې پروت وي بستره کې پلانونه د بدۍ جوړويهغه خپل ځان په بده لار بوځينه اخلي لاس له بده کاره ځینې
5تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې ای څښتنهوفاداري دې تر فلکه رسي
6ستا عدالت داسې قایم دی د لوړو غرونو په شاند ستا انصاف لکه ژور دریاب دیته پام کوې په انسانانو او حیواناتو باندې
7دا ستا تلپاتې مینه څومره قیمتي ده خدایه!ستا د وزرو لاندې پناه اخلي ټول خلک
8کړي د پرېمانه خوړو ستا نه خوراکونه هغویخپل د خوښۍ د سیند نه دوی ته، ته اوبه ورکوې
9یې د ژوندون سرچینهستا د نور په سبب وینو مونږ رڼا
10څوک چې تا پېژني هغو سره کوه مینه تلپاتې مینهڅوک چې نېکان دي د هغوی سره نېکي کوه ته
11مه پرېږده مغروره خلک چې مې تر پښو لاندې کړيیا بدکاران خلک چې ما وشړي
12وګورئ هلته دي پراته هغه بدکاره خلکغورځول شوي، بیا هېڅکله جګېدلی نه شي