Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1په خاطر د بدکارانو اندېښنه مه کړهڅوک چې کړي غلط کارونه بخیلي ورسره مه کړه
2د واښو په شان به دا خلک زر وچ شيداسې به مړاوي شي چې څنګه بوټي شنه وچیږي
3کړه توکل دې په څښتن کوه نېکينو خپل وطن کې دې اوسېږه خوند د امن اخله
4لټوه ته خوشحالي دې په څښتن کېهغه به ستا د زړه ارزو کړي پوره
5خپله لاره دې ته وسپاره څښتن تهوکړه توکل په هغه باندې مرسته ستا به وکړي
6کړي به سهار په څېر روښانه نېکي ستاوځلوي به دې انصاف غرمې د لمر په څېر
7وکړه انتظار غلی څښتن په مخ کې صبر شهاندېښنه مه کړه د هغه چا په هکله چې خوشبخت دییا هغه چې دی کامیاب په خپلو بدو پلانو کې
8مه په قهرېږه غوسه کېږه مهمه کړه اندېښنه ځکه بدۍ ته به دې بوځي اندېښنه
9له منځه لاړ به شي ټول بدکارانخو څوک چې کاندي توکل په څښتنځمکه به شي د هغوی
10ورک به په لږ وخت کې بدکاران شينه به پیدا کیږي که هرڅومره یې لټون کوې
11عاجزان خلک به د ځمکې وارثان شيد سوکالۍ او ارامۍ نه به خوندونه اخلي
12بدکاره خلک د نېکانو مقابل کې دسیسې جوړوياو دوی ته چیچي د غوسې غاښونه
13خو څښتن کوي خندا په بدکارانو پسېځکه څښتن ویني راروانه ده د هغوی د سزا ورځ
14راوباسي خپلې تورې بدکاراناو راکاږي یې لیندېچې عاجزان او محتاج خلک مړه کړيچې کاندي قتل هغه خلک چې سم کارونه کوي
15تورې د هغوی به غوڅوي د هغوی خپل زړونهماتې به لیندې شي د هغوی
16که وي کمه شتمني د نېک سړيډېرو بد کارو د دولت ځینې بهتره ده دا
17ځکه لاسونه د بد کارو به څښتن ورمات کړيخو حمایه کړي د نېکانو خلکو
18ورځ په ورځ څښتن ساتي نېک بندګانتل مدام به وي د ځمکې وارثان
19د سختیو په وختونو کې به دوی شرمنده نه شيهم به ماړه وي د قحطۍ په وخت کې
20خو بدکاران به مړه شيدښمنان به شي تباه د څښتنوحشي ګلانو په شانشي به ورک لکه لوګي په شان
21بدکاران اخلي پورونه او بیا نه یې خلاصويخو نېکان ورکړه کوي په سخاوت
22چې د څښتن له خوا نه چاته برکت ورکړل شيځمکه به دوی کړي خپلهخو په چا چې وي لعنت د هغههغوی به وشړل شي
23په هغه لار چې نېکان ځي ورباندېڅښتن د هغو لارښودنه کويله هغه چا چې ډېر راضي وي څښتن ساتي هغوی
24که هغوی وغورځیږي پورته به شيځکه څښتن به هغوی ونیسي له لاسه ځینې
25له ځوانۍ نه بیا تر اوسه چې زه زوړ یمما هېڅکله نېکان خلک نه دي لیدليچې څښتن وي دوی پرې ایښيیا یې کړی اولادونو وي ډوډۍ دپاره سوال
26همېشه هغوی سخیان ويورکوي نورو ته قرضاولادونه د هغوی ګرځي سبب د برکت
27له بدۍ لېرې ګرځه کړه ته نېکينو ته او ستا نسل به اوسئ په دې خاوره کې تل
28مینه څښتن کوي انصافه سرههغه نه پرېږدي خپل وفادار خلکتر ابده هغوی ساتيخو نسلونه د بدکارو به تباه شي
29نېکان به واک د ځمکې واخليپه کې اوسي به تل
30د نېکو خلکو له خولې وځي د حکمت خبرېوي یې په ژبه د انصاف خبرې
31هغوی د خپل خدای قانون زړه کې ساتيځکه یې پښې هېڅکله نه ښوییږي
32په نېکانو پسې څار کړي بدکاراناو کوښښ کوي د دوی د قتلولو
33خو څښتن به دوی پرېنږدي چې دښمن ته په لاس ورشيیا محکوم په محکمه کې وګڼل شي
34کوه توکل دې په څښتن باندېاو په حکمونو یې عمل کوهځمکه به درکړي تا به کړي سرلوړید بدکارانو تباهي به ته په خپله ګورې
35ما یو بدکاره او ظالم ولیدهلکه شنې ونې په شانچې یې شاخونه او پاڼې خپرې کړي هر خوا
36خو چې وروسته تېرېدم زه هغه نه ؤ هغه ځای کېما هغه ولټاوه خو پیدا نه شو
37نېکو خلکو ته پام وکړه او صادقانو ته وګورهخوښوي چې کوم خلک سولهلري دوی به ښه راتلونکې
38خو ګناهکاران به ټول شي هلاکاولاده د بدکارانو به تباه شي
39څښتن ژغوري نېکان خلکد سختیو په وختو کې یې څښتن وي پناه ځای
40څښتن کاندي له هغو سره کومکاو ورکوي ورته نجاتورکوي خلاصون هغوی ته له بد کاروځکه دوی وروړي هغه لره پناه