Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1کله چې ته په قهرېږې ای څښتنه نو ما مه رټهپه خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه
2په خپلو غشو دې زخمي کړمه زهاو په خپل لاس باندې دې ووهلم
3زما بدن کې روغ ځای نشته ستا د قهر له لاسهحتی هډوکي مې خوږیږي د ګناه له لاسه
4زه د خپلو ګناهونو په دریاب کې یم ډوب شویهغه دي دومره درانه چې وړلی یې نه شم
5په سبب زما د خپلې بې عقلۍپرهارونه مې خوسا شول بوی ترې خېژي
6زه کړوپ شوی یمه زه یم ځپل شویټوله ورځ زه ویر کومه
7زه له تبې نه خوټېږمزما بدن کې روغ ځای نشته
8زه له کاره یم لوېدلی او بېخي یمه مات شویزما زړه دی ناقراره او له درده زګېروي کړمه
9ای څښتنه، ته پوهېږې چې زه څه ارمان لرمهټول زګېروي ته زما اورې
10زړه مې درزیږي او قوت رانه لاړزما د سترګو دید کمزوری شولو
11نه رانژدې کیږي په سبب د ناروغۍ راتهټول زما ملګري او دوستان زماحتی تر دې چې خپل خپلوان هم رانه لېرې ګرځي
12هغوی چې غواړي چې ما مړ کړي راته ږدي دامونههغوی چې غواړي راته ورسوي زیاند بربادۍ کوي ګواښونه راتهټوله ورځ دوی دسیسې جوړوي او دروغ وایي
13خو زه د هغه کوڼ په شان یم چې څه نه اورمهاو د هغه ګونګ په شان یم چې هېڅ نه کوي خبرې
14زه یم د هغه چا په څېر چې خپله دفاع کېنه شي دلیل ویلی ځکه چې نه اوري
15خو تا باندې باور لرم څښتنهاو ای زما څښتنه خدایه، راکوې به ته ځواب
16سوال مې وکړ: «مه پرېږده دښمن زماچې وکړي خوشحالي زما په غم باندېمه پرېږده هغوی چې لاپې ووهيزما په ناکامۍ او بدبختۍ باندې»
17یمه نژدې چې زه راپرېوځمهمدام دي مل راسره زما دردونه
18زه اقرار کوم د خپلو ګناهونویمه پرېشانه زه د خپلو ګناهونو له امله
19دښمنان زما قوي او صحتمند ديهغوی ډېر دي چې کوي کرکه له ما نه بې سببه
20هغه خلک چې بدي کړي د نېکۍ په بدله کېهغوی دي زما په ضدځکه زه کړمه کوښښ چې نېک کار وکړم
21ته ما مه پرېږده څښتنهلېرې کېږه مه له ما نه زما خدایه!
22زر راشه کومک وکړه زما سرهای څښتنه ته زما یې خلاصوونکی!