Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ما د ځانه سره وویل: «څه چې کړمهپه هغه کې به احتیاط کړمخپله ژبه به پرېنږدم چې ګناه راباندې وکړيد بدکارانو خلکو مخکې به زه هېڅ نه وایم»
2هېڅ خبره مې ونه کړه زه خاموش پاتې شومزه وم خاموش حتی د ښو شیانو ذکر مې هم نه کولوخو پرېشاني مې نوره هم زیاته شوه
3زړګی مې ډک د پرېشانۍ ځینې شوڅومره ژور فکر چې ما به کاوهراباندې اور لګېدهترڅو اخر مې وویل:
4«زه به ترڅو یمه ژوندی څښتنهاو زه به کله مرمه؟راته ووایه چې ژوند به زما څنګه زر شي ختم!»
5تا زما د ژوند نه مازدیګر د ژمي جوړ کړنه دی هېڅ شی ستا نظر کې زما ژوندونژوند د انسان دی په رښتیا لکه پوکي په شان
6په رښتیا د انسان ژوند لکه سیوری پناه کیږيپه رښتیا چې دی زحمت وباسي هغه بېځایه دی ټولراټولوي دولت خو نه پوهیږي چاته پاتې کیږي به ترې
7نو ای څښتنه، بیا د څه امید کولای شمه؟دی توکل زما په تا
8خپلو ټولو ګناهونو نه مې خلاص کړهکم عقلان مه پرېږده خندا وکړي په ما پورې
9زه وم خاموش او هېڅ مې نه ویلهځکه چې تا راباندې دارنګه عذاب راوستلی
10نور مې مه ځوروه ډېر دې ځورولی یمهزه ستا په وهلو باندې ډېر ضعیفه شوی یمه
11په سبب زمونږ د خپلو ګناهونوراکوې سزا ته مونږ ته په رټلوهغه څه چې خوښوو مونږهغه ته بربادوې لکه حشرې په شانپه رښتیا چې مونږ پوکی یو بل څه نه یو
12ای څښتنه، ته دعا واوره زماغوږ دې ونیسه فریاد ته ته زماهغه وخت چې زه ژړا کړم نو کومک لره مې راشهزه د څو شېبو دپاره ستا مېلمه یملکه څنګه چې نیکونه وو زما
13مخکې له دې نه چې زه مړ شم او نور پاتې نه شمیوازې پرېږده ما ترڅو چې لږ خوشحاله شمه