Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1په صبر ما انتظار وکړ د څښتن کومک تهبیا هغه راته غوږ کېښود او فریاد یې زما واورېد
2زه یې د مرګ له کندې وویستلمزه یې له خټو او چکړو نه راوویستلمهغه زه ودرولم ګټ باندېاو پښې زما یې کړلې ښې محکمې
3هغه زما په ژبه نوې نغمه راوستلهزمونږ خدای ته د ثنا سندرهډېر به یې وویني او وبه ډار شيت��کل به وکړي په څښتن باندې
4هغه څوک دی بختور چې کړي توکل په څښتنڅوک چې نه ګرځي مغرورانو پسېنه کړي رجوع هغه چاتهچې عبادت کړي د دروغجنو خدایانو
5عجیبه ډېر کارونه تا دي مونږ ته کړيای زما څښتنه خدایههېڅوک نشته ستا په شان!زمونږ دپاره دې جوړ کړي عجیبه دي پلانونهدومره زیات د هغو شمېر دی!نه شم خبرې زه کولای د هغو په هکله
6قربانۍ او نذرانې دې نه غوښتلېنه دې اړتیا وه سوځېدونکو نذرانو او نذرانو د ګناهونو تهخو تا راکړي دي غوږونه چې زه واورم ستا امرونه
7نو ما وویل: «ګوره، زه حاضر یمهزما په هکله لیکل شوي د تورات کتاب کې
8څنګه خوښیږي مې پوره چې ستا رضا کړمه ای زما خدایهدا ستا شریعت زه په خپل زړه کې ساتم»
9څښتنه ستا د قوم غونډه کې مادا زېری ورکړ چې نجات راکوېته پوهېږې زه به هېڅکله بند نه کړم دا بیان
10ما په خپل زړه کې پټ ونه ساته ستا د نجات زېریما همېش خلکو ته ویليچې ته څومره وفادار یې خپل قوم تهاو کوې ورسره مرستهستا د تلپاتې مینې او وفا په هکلهپاتې زه نه شومه خاموشه ستا د قوم غونډه کې
11دا خپل رحمت دې په ما مه بندوه ای څښتنهستا تلپاتې مینه او وفا دې همېشه وي زما ساتونکې
12ځکه ایسار کړی بې حسابه تکلیفونو یمهرانیولی یمه خپلو ګناهونود تېښتې لاره زه لیدلی نه شمهغه دي زیات زما د سر له ویښتوما خپل همت بایللی(زبور ۷۰)
13مهرباني وکړه څښتنه ته مې خلاص کړهای څښتنه، زر کومک راسره وکړه
14هغوی چې هڅه کوي ما ووژنيهغوی دې ماتې مکملې سره مخ شي وارخطا دې شيچې زما په کړاوونو خوشحالي کړيهغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي
15څوک چې په ما باندې ملنډې وهيله خپلې ماتې دې دوی وبوګنیږي
16هغه ټول خلک چې کړي تاته رجوعشي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نههغه چې کړي مینه ستا د خلاصون سرهاو دوی دې تل وایي:«څومره عظیم دی څښتن»
17زه یم غریب او زه محتاج یمهخو زه پاتې په نظر کې یمه ستاته مې مددګار او خلاصوونکی یېبیړه وکړه او کومک لره مې راشه زما خدایه!