Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ختور دی هغه څوک چې کوي فکر د غریبو په هکلهد سختۍ وخت کې ورکوي څښتن خلاصون ده ته
2څښتن به وکاندي ساتنه د ده او وبه یې ساتي ژوندیبرکتي به کړي دا خپل وطن کېدا به پرېنږدي چې دې خپل دښمن ته لاس ته ورشي
3د ناروغۍ وخت کې څښتن به مرسته وکاندي له ده سرهاو د ده صحت به بېرته روغ کاندي
4ما وویل: «څښتنه، ما باندې رحم وکړه راکړه شفاستا مقابل کې مې ګناه کړې ده»
5بدې خبرې دښمنان مې کړي زما په هکلهوایي چې «کله به مړ کیږي چې یې نوم ورک شي؟»
6څوک چې کتلو ته راځي زماهغوی نه دي اخلاصمن خلکراټولوي زما په هکله هغوی بد خبرونهبیا بهر وځي او هرچا ته دا خبرې کوي
7ټول دښمنان مې پس پسی کويپه خپل منځ کې زما په هکلهدوی جوړوي پلان چې راته ورسوي زیان
8وایي هغوی چې «دی اخته دی په وژونکي مرضبیا به پورته نه شي له خپل ځای ځینې»
9حتی تر دې په نژدې دوست چې ډېر اعتبار مې کاوههغه چې زما سره ډوډۍ خوړلههغه زما په ضد راپورته شولو
10ای څښتنه، رحم وکړه په ما باندېاو ماته بېرته ښه صحت راکړهنو زه به واخلمه بدل له دښمنانو
11زه پوهېږم چې خوشحاله یې له ما نهځکه چې نه مومي دښمن بری په ما باندې
12راسره کړی دې کومک ځکه صادق یمه زهپه خپل حضور کې مې ساتې ته تر ابده پورې
13ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهوکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورېامین! امین!