Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1که هوسۍ وي په ارمان کې د ویالو د اوبوداسې ای خدایه، یمه ستا په ارمان
2ای ژوندی خدایه، زه د ستا د دیدار تږی یمهکله به درشم ستا حضور کې عبادت به وکړم؟
3شپه او ورځ ژاړمه زه اوښکې دي خوراک زمادښمنان تل راته پېغور راکويچې «د ستا خدای چېرې دی؟»
4زړه مې رامات شي ��ې رایاد کړم هغه تېر وختونهچې د خدای کور ته به ورتلم له ګڼو خلکو سرهوو به خوشحال د شکرانې سندرې مونږ به ویلېد دوی په مخ کې به روان ومه زهداسې یوه ګڼه چې نیوه به یې جشن
5ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟دومره پرېشان ولې یم؟باید په خدای باندې توکل ولرمیو ځلې بیا به یې ثنا ووایمای زما خدایه، خلاصوونکیه زما
6زما زړګی ماتیږينو ځکه تاته یمه لاس په دعاپه داسې حال کې چې زه دلته راګېر شوی یمهیعنې چې سیند د اردن اخلي سرچینه له دې ځایدعا کوم دلته د غره له حرموند میسعر له غره نه
7ستا پارېدلې څپېما باندې واوختلېلکه یو قهرېدلی دریابیا غړمبېدونکی ابشار
8څښتن د ورځې راسره ښایي تلپاتې مینهزه ورته وایمه د شپې سندرېدعا کومه خدای ته زه چې یې ژوندون راکړی
9زه هغه خدای ته چې ساتونکی مې دی داسې وایم:«زه دې ولې یم هېر کړید خپل دښمن له ظلمهولې زه ویر کې یمه؟»
10ان هډوکي مې ماتیږيچې دښمن راته پېغور کړيتل دوی وایي ماته داسې:چې «د ستا خدای چېرې دی؟»
11ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟دومره پرېشان ولې یم؟باید په خدای باندې توکل ولرمیو ځلې بیا به یې ثنا ووایمای زما خدایه، خلاصوونکیه زما