Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1زمونږ نیکونو ته تا کړي لوی کارونه ديدا ډېر پخوا په زمانه کې د هغو، خدایهچې په دې هکله اورېدلي دي مونږپه دې هکله کې یې ویلي مونږ ته
2وشړل تا نور قومونه په خپل لاس باندېد دوی خاوره کې دې خپل قوم مېشته کړنورو قومونو ته دې څرنګه سزا ورکړلهتا په خپل قوم نېکمرغي راوستله
3دا خاوره س��ا قوم په خپلو تورو فتح نه کړههغه یې په خپل قوت ونه ګټلهد ستا په زور او په قوت یې هغه وګټلهځکه په دې باندې ډاډه وو هغویچې ته وې مل ورسرهاو هم ته وې ډېر د هغوی نه راضي
4ای خدایه! ته زما پاچا یېته ورکوې بری د یعقوب قوم ته
5ورکوو ماتې دښمنانو ته مونږ ستا په مرستهخپل دښمنان پایمالوو مونږه د ستا په قدرت
6خپلې لیندې باندې تکیه نه کومنه مې په توره چې به خلاص کاندي ما
7خو تا له خپلو دښمنانو مونږه خلاص کړلوچا چې له مونږه کړله کرکه دوی دې وشرمول
8مونږه به تل مدام ویل چې کوو فخر په تاتر ابده به کوو مونږ ستا شکرونه
9خو اوس دې پرېښودو رسوا دې کړلوزمونږ لښکرو سره نور ته نه ځې
10تا مجبور کړلو چې تېښته له دښمنه وکړوڅه چې زمونږه سره وولوټ کړل هغو چې زمونږه څخه کرکه کوي
11تا پرېښودلو چې حلال شو د پسونو په شانپردو قومونو کې دې مونږ خواره واره کړلو
12په کمه بیه دې خپل قوم خرڅ کړاو دې خرڅلاو درته فایده ونه کړه
13ګاونډي ملکونه ګوري تا زمونږ سره څه وکړلدوی په مونږ وهي ملنډې او خندا راپورې کاندي
14په قومونو کې دې مونږه مسخره کړوله تحقیره خوځوي راته سرونه
15مدام رسوا یمه زهپه شرمو پټ یمه زه
16اورو مونږ د دښمنانو پېغورونهدښمنان او غچ اخیستونکي وینو
17دا هرڅه وشول په مونږخو ته مو هېر نه کړلېتا چې زمونږ سره کوم لوظ کړی ؤمونږه مات کړی نه دی
18بې وفا نه یو تاتهد ستا له لارې ګرځېدلي نه یو
19خو تا مونږ پرېښودو بې وسهد وحشي ځناورانو منځ کېتورو تیارو کې دې مونږ پرېښودلو
20که مونږ خپل خدای ته وای بس کړی عبادت کولاو پردي خدای ته مو دعا کړې وای
21ته په رښتیا به پوهېدلی وای پرېځکه خبر یې په رازونو د زړه
22مونږه له مرګه سره مخ یو هر وخت ستا له وجېمونږه ګڼي هغو پسونو په شان وي چې حلالې دپاره
23شه رابېداره ای څښتنه! ته ویده ولې یې؟ته رابېدار شه! تر ابده مونږه مه ردوه
24ولې پټوې مخ دې زمونږ ځینې؟ولې هېروې تکلیفونه او مصیبتونه زمونږ؟
25مونږ ټوک ټوک شوي رالوېدلي یو په ځمکه باندېمونږ مغلوب شوي یو پراته خاورو کې
26پورته شه، زمونږ کومک ته راشه ته!مونږ ته نجات راکړه په وجه د تلپاتې مینې