Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1څنګه چې زه دغه سندره جوړومه د پاچا دپارهراځي مې ذهن ته ښایسته او پارېدونکي الفاظد ښه لیکونکي د قلم په شانژبه زما شوله تیاره شعر ته
2ته د ټولو انسانانو نه ښایسته یېستا د خولې خبرې دي د مرغلرو په څېرځکه خدای تاته تل برکت درکړی
3ای جنګیالیه، توره وتړه د ملا څخه دېته دې خپل شان او دبدبه وښایه
4خپلې لویۍ سره دې سپور شه چې بری ومومېد حقیقت او عاجزۍ او عدالت نه د دفاع دپاره!پرېږده ځواکمن لاس دې چې وښایي ستا لوی کارونه!
5غشي د ستا دي تېرهننوځي ستا د دښمنانو په زړهنابود قومونه ستا تر پښو لاندې دي
6تاته چې خدای کوم پاچاهي درکړېدوام به وکړي تر ابده پورېاو کړې به حکومت په خپلو خلکو باندېد انصاف له مخې
7ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍپه دې خاطر خدای، یعنې ستا خدایته ستا د نورو ملګرو نه زیاتمسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو
8ستا د کالیو نه خوشبوي راځيد مر، عود او دالچینۍ د عطرورڅپرکی وهونکي خوشحال ساتي تا په داسې قصروچې سینګار شوي دي د فیل په غاښو
9ستا معززو ښځو کې دي د پاچاهانو لوڼېدا ستا د تخت په ښي لاسده د اوفیر په سرو زرو خالصوسینګار شوې ملکه ولاړه
10ای شاهزادګۍ ونیسه غوږ زما بیان ته په غورته دې خپل خلک او د پلار کور هېر کړه
11نو په ښایست به پاچا ستا شوقمن شيهغه څښتن دی د ستا، نو اطاعت یې کوه
12تاته راوړي به سوغاتونه دا د صور خلکستا نه به غواړي پېرزوینه دولتمن خلک
13په ماڼۍ کې شاهزادګۍ څومره ښایسته ده!چې کالي یې دي جوړ شوي د سرو زرو له تارونو
14پاچا ته بیایي هغه په رنګارنګ لباس کېپېغلې نجونې سهېلۍ یې ورپسې ديهغوی به هم هغه ته راولي
15هغوی به راشي په خوښۍ او خوشحالۍ سرهشي به داخلې د پاچا ماڼۍ ته
16ای زما پاچا ته به زامن ولرېچې پاچاهان شي ستا نیکونو په څېرټولې نړۍ باندې هغوی به حاکمان کړې ته
17زه مشهور به کړم ستا نوم ټولو نسلونو کېقومونه وایي ستا ثنا به تر ابده پورې