Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږد سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش
2مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږيغرونه راپرېوزي د بحرونو تل ته
3که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شياو له دې زوره غرونه ولړزیږي
4داسې یو سیند دی چې د خدای ښار ته خوښي راوليسپې��لی کور چېرته چې دی خدای تعالی په کې
5خدای په دې ښار کې اوسي، هېڅکله دا وران به نه شيهغه به یې کړي ساتنه د سباوون په وخت کې
6قومونه سخت دي په غوغا او پاچاهۍ لړزیږيخدای کړي اواز لکه د تندر ویلي کیږي دنیا
7مطلق قادر څښتن دی مل راسرهد یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه
8راشئ کارونه د څښتن وګورئوګورئ څنګه هیبتناک کارونه وکړل په دنیا کې هغه
9ټوله دنیا کې بندوي جنګونهلیندې له منځه وړي او نېزې ماتويسېځي سپرونه په سور اور باندې
10څښتن وویل: «جنګ بس کړئپه دې پوه شئ چې زه خدای یمټولو قومونو څخه لوړ یمه زهټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»
11مطلق قادر څښتن دی مل راسرهد یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه