Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1اَای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه!د خدای ثنا په خوشحالۍ او لوړو چیغو وکړئ!
2چې هیبتناکه دی څښتن تعالیهغه ډېر لوی پاچا دیکوي حکومت ټولې دنیا باندې
3نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړیاو یې هغه قومونه لاندې کړل زمونږ تر پښو
4ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دېمونږ د یعقوب اولاده خدای ورسره مینه چې کړي
5وخاته خدای خپل تخت تهوې هلته چیغې د خوښۍهلته غږونه د سرنو ووچې څښتن پورته لاړ
6وایاست سندرې او ثنا خدای ته!وایاست سندرې او ثنا خپل شاه ته!
7ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دیثنا یې ووایاست سندرې باندې!
8خدای کړي پاچاهي ټولو قومونو باندېخدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست
9د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځاید ابراهیم د خدای د قومه سرهد دنیا ټول شاهان د خدای واک کې ديهغه ډېر لوړ خدای دی۔