Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1څښتن خدای دی لویهغه لایق دی د ثنا ټولې په هغه ښار کېچېرې اوسیږي چې په خپل سپېڅلي غر باندې
2لوړ او ښایسته دی صهیوند هغه لوی پاچا ښار کوم چې خوشحالي راوړي نړۍ ټولې تهدی د هغه لوړ غر په څېر کوم چې شمال کې پروت دی
3خلکو ته وښودله خدای چې خوندیتوب دی د هغه سرهدا خوندیتوب په پناه ځای د ښار کې
4سره راټول شول پاچاهانچې د صهیون په غره حمله وکاندي
5خو چې یې ولیده هغه، نو دوی حیرانه شولاو له وېرې وتښتېدل
6داسې درد او داسې وېره په دوی راغلهلکه چې ښځو باندې راشي د زېږون په وخت کې
7داسې نابود دې کړل هغویلکه شرقي باد چې کشتۍ د ترشیش ماتې کړلې
8هغو کارو په هکله مونږ وو اورېدليکوم چې کړي دي خدایهغه مو اوس ولیدلدا د مطلق قادر څښتن ښار کې د خپل خدای ښار کېهغه به خوندي وساتي تل ترتله دغه ښار
9خدایه، د ستا د کور په منځ کېمونږ کوو فکر ستا د مینې په هکله کې د تلپاتې مینې
10نوم دې خپور شوی دی په ټول جهان کېځکه خلک هرځای کې ثنا وایي ستاته په انصاف سره حکومت کوې
11د صهیون خلک دې خوشحالي کوي!وي دې خوښي د یهودا کلیو کېځکه ته سم قضاوتونه کوې
12ای د خدای قومه، د صهیون په شاوخوا وګرځئتاسو حساب کړئ د هغه برجونه
13په دېوالونو یې په غور سره نظر واچوئاو امتحان یې کړئ جنګي کلاوېراتلونکي نسل ته بیا تاسو دا ویلای شئ
14چې دغه خدای دی تل ترتله زمونږ خدایرهنمایي به زمونږ ټول عمر وکړي