Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1اَواورئ دا ټولو خلکود نړۍ ټولو اوسېدونکو غوږ شئ!
2ای غټانو او کوچنیانوای شتمنو هم خوارانو
3زه به کومه د حکمت خبرېخلکو ته پوهه ورکوي د زړه بیان زما
4زه به خپل فکر اړومه متلونو لرهحلوم به معماګانې د رڅپرکی په اواز
5ولې به وېرېږم �� خطر په وختکله چې زه شمه راګېر د شریرانو له خوا
6د داسې خلکو له خوا څوک چې کړي توکل په دولتاو وهي لاپې د ډېر زیات ثروت
7هېڅوک نه شي کولای کړي ادا د چا د سر بیههېڅوک خدای ته کفاره د چا د ژوند نه شي سپارلی
8ځکه ډېره قیمتي ده د انسان د ژوندون بیهڅه چې څوک ادا کوي هغه هېڅکله کافي نه دي
9چې څوک وساتي له مرګهچې ژوندی وي تل ترتله
10هرڅوک ویني چې هوښیار خلک هم مړه کیږيهمدارنګه ساده ګان او بې عقلان همبیا نورو ته پرېږدي هغوی خپل دولت
11تل ترتله د هغوی قبرونه دي د دوی کورونههلته اوسیږي به دوی ټولو نسلونو پورېکه څه هم دوی یو وخت په خپل نامه لرلې ځمکې
12د انسان شان او شوکت نه شي خلاصولی دی له مرګهڅاروي چې مري هغه به هم مړ کیږي
13دا دی د هغو سرنوشت چې توکل کړي په خپل ځاناو د هغو د پیروانو چې باور کړي په بیان د دوی
14هغوی به مړه شي لکه چې مري پسونهمرګی به وي د دوی شپوننېکان به کړي په دوی حکومت سبا تهخپلو کورونو څخه لېرې په قبرونو کې بهخوسا شي زر د هغو خلکو مړي
15خو خدای به ما لره خلاصون راکويهغه به کش کړي ما د مرګ له پنجو
16ته مه ډارېږه که یو څوک شي شتمند کور د هغه چې جلال زیات شي
17کله چې مړ شي هغه نه شي وړی له ځانه سرهده سره لاړ به نه شي قبر ته جلال د هغه
18که څه هم هغه په ژوند کې خپل ځان ګڼي مبارکصفت یې کیږي ځکه هر کار کې کامیاب وي هغه
19دی به په مرګ کې شي یوځای خپلو نیکونو سرههغوی به هېڅکله رڼا نه ویني
20انسان لري شان او شوکت خو هغه نه پوهیږيچې شي به مړ لکه څارویو په شان۔