Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادرټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې
2د صهیون ښار چې په حسن کې کامل دیځلیږي خدای ورڅخه
3زمونږه خدای راځي خو خاموشه نه راځيد هغه مخکې سوځېدونکی اور وياو ګیرچاپېره ترې وي سخت توفان
4ځمکه او اسمان راغواړي د شاهدانو په حیثچې په خپل قوم باندې د هغه عدالت وویني
5وایي: «راټول زما وفادار خلک کړئد قربانۍ په ورکولو یې چې ما سره لوظ کړی دی»
6اسمانونه ورکوي دا خبرتیا چې خدای عادل دیځکه چې خپله قاضي دی
7ای زما قومه، زما خبرې واورئای اسراییلو، ستاسو ضد زه شاهدي به وایمزه یمه خدای، د ستاسو خدای یمه زه
8د قربانیو په خاطر زه تاسو نه رټمهاو نه د هغو سوځېدونکو نذرانو په خاطرچې تل یې ماته راوړئ
9ستاسو د کور غویو ته نه یم محتاجیا زه شپولو ته د نرانو وزو نه یم احتیاج
10ټول حیوانات چې په ځنګل کې دي هغه زما ديهم په زرګونو غونډیو ټول څاروي
11پېژنم زه د غرونو ټول مرغاند پټیو ټول خزندګان زما دي
12که چېرې وږی یم زه تاسو ته یې نه وایمهځکه دنیا او چې په کې دي هغه ټول زما دي
13ایا زه خورمه د غویانو غوښې؟یا د وزو وینې څښم؟
14شکر ادا کړئ د خدای دا ده قرباني د ستاسېهغه څه ورکړئ خدای تعالی تهچې منلي مو په نذر کې دي
15د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئزه به خلاصون درکړمه تاسو لرهثنا او صفت به کوئ تاسو زما
16خو بدکاره ته خدای داسې وایي:«دی ستا څه کار چې زما حکمونه وایې؟زما د لوظ په هکله ته کوې خبرې ولې؟
17اصلاح کېدو څخه انکار کوې تهزما خبرې غورځوې شاته
18هر غل چې وګورې ملګری یې شېاو یوځای کېږې زناکارو سره
19خلاصوې خوله دې شرارت باندېبې له درواغو بل څه نه وایې ته
20دې ته تیار یې چې په خپل ورور دې تهمت پورې کړېاو هم د خپلې مور د زوی پسې غیبت وکړې
21دا ټول کارونه تا کول او ما هېڅ ونه ویلنو ستا دا خیال ؤ چې زه ستا په شان یمخو اوس به زه تا رټماو کړم به تا تورن
22تاسو چې زه یمه هېر کړی دې ته غوږ ونیسئکه نه نو تاسو به زه وداړمههېڅوک به نه وي چې مو خلاص کاندي
23څوک چې د مننې قرباني کړي هغه ماته درناوی کويهغه چې کړي خپله لاره سمه ورکوم نجات»