Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1په خاطر ستا د تلپاتې مینې خدایهما باندې رحم وکړهستا د لوی رحمت له وجېله منځه یوسه ګناهونه زما
2ته زما ټولې بدۍ ومینځهاو ما له خپلې ګناه پاک کړه ته
3کړم اعتراف یاغیتوبونو باندېتل یم خبر له خپلو ګناهونو څخه
4ستا مقابل کې مې ګناه کړې دهیوازې ستا په وړاندې��ه چې د ستا په نظر بد وو ما هغه کړي دينو ته په حقه یې زما د قضاوت په هکلهحق په جانب یې ته زما د محکومیت په هکله
5له پیدایښت څخه بدي موجود وه زما وجود کېد مور د ګېډې نه ګناه موجود وه زما بدن کې
6ته زمونږ په زړه کې حقیقت خوښوېډکوې ذهن له حکمته زما
7لکه کاهن چې پاکوي خلکداسې پاک مې کړه په بوټي د وېلنيومینځه ما چې شمه سپین له واورې
8پرېږده چې وکړمه احساس د خوشحالۍ او خوښۍکه څه هم مات مې دي هډوکي ټکولی دې یمیو ځلې بیا به زه خوشحاله شمه
9سترګې دې پټې کړه زما په ګناهونو باندېټولې بدۍ زما له منځه یوسه
10په ما کې پاک زړه راپیدا کړه خدایهکړه راپیدا یو وفادار او نوی روح په ما کې
11له خپل حضور څخه دې مه شړه ماخپل روح القدس دې له ما مه باسه
12یو ځلې بیا دې د نجات خوشحالي راکړه ماتهدې ته مې جوړ کړه چې د ستا اطاعت وکړمه زه
13نو بیا به زه وښایم ستا لار بدکارانو لرهګناهکاران بېرته را وبه ګرځي ستا لوري ته
14خدایه ما وژغوره د وینې تویولو له جرمهای خدایه! زما نجات بخښونکی خدایهپه خوشحالۍ به زه نېکي د ستا اعلان کړمه
15مرسته وکړه ته زما سره څښتنهچې بیان کړم ستا ثنا
16په قربانۍ نه خوشحالېږې تهنو ځکه زه به هغه وړاندې نه کړمنه خوشحالېږې سوځېدونکو نذرانو باندې
17خدای ته چې غوره قرباني ده هغه مات روح دیسپک به نه ګڼې عاجز او توبه ګار زړه
18شه مهربانه په صهیون مرسته یې وکړه تهکاندي دېوالونه د اورشلیم چې دوباره ودان
19بیا به راضي شې په صحیح قربانۍ ګانو باندېاو سوځېدونکو نذرانو باندېقرباني به شي غویان ستا د قربانۍ ځای کې