Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟ده تلپاتې د خدای مینه
2ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلکد ستا ژبه د چاړې په شان تېره دهته همېش جوړوې دروغ
3له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې تهله رښتیا څخه درواغ ډېر خوښوې ته
4ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستاچې په خبرو خپلو ز��ان خلکو ته ورسوې
5نو خدای به تا کړي تل دپاره نابودهغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوياو ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي
6نېکان به وویني دا، شي به حیرانهغوی به هغه پورې خندا کوي او وبه وایي:
7«وګورئ، هغه زورور ته تاسوچې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپارهبلکې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کولهپه بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه»
8خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شانچې د خدای کور کې راشنه کیږي هغهپه ابدي مینه د خدای زه تل توکل کومه
9هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایههمېشه شکر کومزه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکېستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړمچې مهربان یې خدایه