Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
6 verses
1کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشتههغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونهدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپلترڅو وګوري کوم شته داسې عاقلچې رجوع وکړي هغه ته
3خو هغوی ټول مرتدان شولورسره هم فاسدان شولدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړيیو هم ��ه کړي نېک کردار
4خدای کوي دغه پوښتنه:«بدکاران هېڅ نه پوهیږي؟زما خلک داسې خوري دویلکه وږي چې ډوډۍ خوريهېڅ دعا نه کوي ماته»
5خو په دوی باندې به داسې وېره راشيچې به هېڅ نه وي موجود په حقیقت کېوشیندي خدای به د هغو هډوکيچا چې د خدای قوم کلابند کړی دیدغه خلک دي خدای رد کړينو اسراییل به پوره ماتې ورکړي
6کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونهبرکت چې کله بیا ورکړې خدایه خپل ولس تهبیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شياسراییل به په دې کار سره خوشحال شي