Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1ادعا قبوله کړه زما خدایهزما زاریو ته شا مه اړوه!
2زما خبرو ته غوږ ونیسه او راکړه ځوابزه اندېښنو سخت راګېر کړی یم زګېروي کومه
3د دښمنانو له شورونو وېرېدلی یمهزه له ظلمه د بدکارو ځپل شوی یمههغوی په ما باندې تکلیف اچويهغوی په قهر دي په زړه کې له ما کرکه کوي
4زړه مې سینه کې په لړزان دیاو د مرګ وېره ده پرېوتې په ما
5لړزه او وېره ده راغلې په مااو غالب شوی دی هیبت په ما
6کاشکې لرلی مې وزرونه د کوترې په شانالوتلی به وای لېرې او په ارام به وای
7زه به لېرې ګرځېدلیاوسېدلی به په دښته کې وای زه
8د سخت باد او سخت توفان نهما به زر ځانته موندلی پناه ځای وای
9ای څښتنه، ګډې وډې کړه خبرې ته زما د دښمنانوځکه زه تېری او جنګ وینم په ښار کې
10شپه او ورځ یې دېوالونو باندې ګرځيله بدیو، تکلیفونو یې ډک کړی
11په هرځای تباهي دهکوڅې ډکې دي له ظلم او ټګۍ نه
12که دا وای زما دښمن چې په ما وهي ملنډېما به صبر کړی وایکه دا وای زما رقیب چې وهي راته دی لاپېترې پټ شوی به وای زه
13خو ته یې یو زما له خپلو خلکوزما یار یې او ملګری وفادار یې
14مونږ له یو بل سره لرلې صمیمې خبرېد نورو خلکو سره یوځای د خدای کور ته عبادت ته به تلو
15یو ناڅاپه دې زما دښمنان مړه شيدوی دې ګور ته ژوندي کوز شي!ځکه بدي د هغوی زړونو او کورونو کې ده
16زه کړم فریاد خدای ته کومک دپارههماغه څښتن به وژغوري ما
17سهار، غرمه او ماښامشکایتونه او فریاد کومهاو زما اواز به واوري
18سره له دې چې دښمنان مې زیات ديخو دی ما له هغه جنګه سلامت ژغوري
19هغه خدای چې له ازله په تخت ناست دیهغه به واوري دعاګانې زمادوی ته به ورکړي ماتېځکه چې دوی له بدو لارو څخه نه راګرځيله خدایه نه وېریږي
20زما ملګري په دوستانو خپلو وکړه حملهده کړلو مات هغه خپل کړی تړون
21د ده خبرې وې خوږې له شاتوخو په زړه کې د جګړې ارادهد ده خبرې له ورېښمو پستېخو پرېکول یې کړل د تورو په شان
22خپل مشکلات دې څښتن ته پرېږدههغه به وکاندي ساتنه د ستاهغه به هېڅکله پرېنږدي نېکان خلکچې دوی وغورځیږي
23ته به ای خدایه، دا ټګمار قاتلاند بربادۍ کندې ته وغورځوېهغوی به مړه شي په ځوانۍ کېخو زه به تا باندې توکل کومه