Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1اپه ما رحم وکړه خدایهځکه خلک راپسې ديخپل دښمنان ما همېشه ځوروي
2زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځکوي بریدونه په ما ډېر خلک په غرور سره
3کله چې ووېرېږمنو زه به تا باندې توکل وکړمه
4کوم ستاینه زه د خدای د وعدوزه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زهفاني انسان څه شي کولای په ما؟
5زما دښمنان بدلوي ټوله ورځ زما خبرېدسیسې تل راجوړوي چې راته زیان ورسي
6پټو ځایو کې راټولیږي هغویڅارنه کړي زما د هر حرکتپه دې امید کې دي چې ومې وژني
7بدکاران دي دوی نو مه پرېږده چې تېښته وکړيته رانسکور کړه د دښمن قومونه په خپل قهر سره
8تا دي شمېرلې زما ټولې لالهانده ورځېزما د اوښکو حساب تا نیولید هغوی لست ستا په کتاب کې نشته؟
9په هغه ورځ چې تاته وکړم فریادبېرته په شا به شي زما دښمنانپه دې پوهېږمه زهځکه چې خدای دی ولاړ زما په طرف
10کوم ستاینه زه د خدای د وعدوکوم ستاینه د څښتن د وعدو
11زه توکل کوم په خدای او نه وېرېږمه زهڅه کولای شي انسان ما سره؟
12ما چې منلي دي نذرونه تاتههغه زه پوره کومه خدایهزه به ادا کړم نذرانې د شکرانې تاته
13ځکه چې تا کړمه زه خلاص له مرګهزه دې کړم بچ د تیندکونو څخهنو زه به وګرځم د خدای حضور کېهغې رڼا کې کوم چې خلکو ته ژوندون ورکوي؟