Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړهځکه چې تاته مې پناه راوړېپناه به زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې واخلمترڅو تېر دغه افت شي
2زه کومه خدای تعالی ته فریادهغه خدای ته چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوي
3کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ماتههغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به ورکړي شرمخدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه
4زه د داسې دښمنانو له خوا ګېر یمچې د زمرو په شان دي وږي د انسان غوښو تهد دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شاند هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان
5خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندېپه ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
6دی دښمنانو راته ایښی دام چې ګېر مې کړيله پرېشانۍ نه ستړی شوی یمهکنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کېخو دوی په خپله په کې ولوېدل
7زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یمزه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم
8شه راویښ زما ځانه!ای زما چنګه او رڅپرکیه رابېدار شئ!زه راویښ به سباوون کړم
9ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کېهم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
10تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورېوفاداري دې تر فلکه رسي
11خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندېپه ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه