Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1اتاسو مشران کله کوئ په عدالت فیصله؟ایا قضاوت په انصاف باندې کړئ هر چا سره؟
2تاسو همېش جوړوئ خپل زړونو کې بد پلانونهد تاوتریخوالي ډک جرمونه په دنیا کې کوئ
3بدکاران وي د مور د ګېډې نه بې لارې پیداچې پیدا شوي دي هغوی له هغې ورځې نه درواغ وایي
4هغوی له زهرو څخه ډک دي د مارانو په شاند چمچه مار په شان بند کړي یې دي خپل غوږونه
5کوم چې نه اوري اواز د پاړوګرونه منتر د ښو ماهرو پاړوګرو
6د دې ځوانانو زمرو مات کړه ته غاښونه خدایهوڅیره داړې د دوی ای څښتنه
7دوی دې ورکې شيلکه څنګه چې اوبه غیب شي په وچه ځمکهکله چې ولي دوی خپل غشي بې اثره دې وي
8لکه حلزون په شان دې ویلي شي چکړو کې دویهغه ماشوم په شان دې شيچې مړ پیدا شي او لمر ونه ګوري
9وي د اغزو د اور په څېراو مخکې له دې چې دېګي ستاسې شي ګرمټول که لامده دي او که وچ، شي به له منځه ولاړ
10عادلان به شي خوشحاله چې سزا د ګناهکار ووینيد بدکارانو خلکو وینه کې هغوی به خپلې پښې ومینځي
11خلک به وایي: «په رښتیا چې نېکان اجر موميبې له شکه خدای دی چې دنیا باندې کوي قضاوت»