Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1اَ ما له خپلو دښمنانو څخه خلاص کړه زما خدایهما له هغو خلکو ساته چې حمله کوي په ما
2ما له خلاصون راکړه له دغو بدکارانو خلکوراته نجات راکړه له دغو قاتلانو څخه
3ګوره! دوی راته کمین کې دي چې ومې وژنيزما په ضد راجمع شوي ظالمان خلک ديخو ما نه هېڅ کومه ګناه یا خطا نه ده شوې ای څښتنه
4ما کوم غلط کار نه دی کړی خو بیاهمهغوی تیار دي چې حمله وکړي په ما باندېرا اوچت شه او کومک راسره وکړهزما غمجن حالت ته وګوره ته!
5ای څښتن خدایه، ای مطلق قادرهته یې خدای د اسراییلوشه رابېدار ورکړه سزا ټولو پردي قومو تهمه کوه رحم په شریرو غدارانو باندې
6هغوی ماښام کې راستنیږي بېرتهکله چې ګرځي شاوخوا کې د ښارلکه د سپیو په شان غاپي هغوی
7د دوی ښکنځلو او ګواښونو ته غوږ ونیسه تهد هغوی ژبې دي د تورو په شانخو بیاهم فکر کوي دا چې هېڅوک نه اوري خبرې د دوی
8خو هغوی پورې ته خاندې ای څښتنهکړې مسخرې ټولو پردي قومونو باندې
9ای خدایه یې ته زما قوتزما د امید سترګې دي ستا په لوريځکه چې ته یې زما مضبوطه کلا
10خدای کوي مینه تلپاتې راسره او راته رابه شيما به قابل کړي د دې چې شکست ووینمه د دښمنانو خپلو
11هغوی مه وژنه ای خدایههسې نه چې زما د قوم نه د عبرت دا سبق هېر شيپه خپل قوت یې تار په تار کړه ورته ماتې ورکړهای څښتنه زمونږ سپره!
12کله چې دوی کوي خبرې نو ګناه کويدوی دې راګېر شي په خپل غرور کېدا چې ښکنځلې کړي درواغ وایي دوی
13په خپل غضب سره هغوی نابود کړههغوی بېخي نابود کړهنو بیا به پوه شي هرڅوک چې خدایکاندي حکومت د یعقوب په نسلاو کړي حکومت په ټول جهان باندې
14هغوی ماښام کې راستنیږي بېرتهکله چې ګرځي شاوخوا کې د ښارلکه د سپیو په شان غاپي هغوی
15لکه د سپیو په شان ګرځي دوی خوراک پسېکه ماړه نه شول نو غړمبیږي به بیا
16خو ستا د قوت په هکله وایمه سندرې به زهستا د تلپاتې مینې په هکله به زهوایم سندرې هر سهار په خوشحالۍ سرهزما دپاره یې مضبوطه کلاته د سختیو په وختونو پناه ځای یې زما
17ای زما خدایه زما قوته زه به د ثنا سندره وایمه ستاخدای دی زما کلا یعنې مضبوطه کلاهغه خدای ما سره چې کړي مینه تلپاتې مینه