Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1تا مونږه رد کړو خدایههم دې کړې ماتې دفاع ګانې زمونږته خفه شوی یې له مونږاوس مونږه بېرته په خپل حال کړه
2تا ولړزوله ځمکهاو هغه دې وشلولهاوس یې بېرته کړه راجوړهځکه اوس هغه زنګیږي
3تا خپل خلک کړاوونو کې اخته کړلتا راکړل شراب مونږ تهمونږ یې ړنګ او بنګ کړلو
4تا اشاره وکړه هغو ته چې عبادت کړي ستاچې د دښمن د غشو وتښتي دوی
5په خپل طاقت دې مونږه وژغورهاو قبوله زمونږ دعا کړهترڅو نجات ومومي هغه خلکد هغه چا سره چې مینه کوې
6د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړماو د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
7جلعاد زما دی او منسي مې هم دیدی افرایم مې اوسپنیزه خولۍاو یهودا مې شاهانه امسا ده
8خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شانخپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمهپه فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
9څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
10تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
11مرسته مو وکړه د دښمن په خلافنه لري ګټه د انسان مرسته
12مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږهغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان