Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1اَزما فریاد واوره ای خدایهکړه قبوله مې دعا
2د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمهداسې حال کې چې مې زړه دی ناامیدهزما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه
3ځکه زما د دښمنانو مقابل کېته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما
4پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کېپرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې
5ای خدایه، ما چې کوم نذرونه دي ورکړيتا قبول کړي هغهتا راته هغه برکت راکړیچې دې ورکړی دی هغوی ته چې وېریږي ستا له نومه
6پاچا ته ورکړه اوږد عمرپرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې
7هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې تل ترتله خدایهتلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي
8نو زه به تل ستا د ثنا سندرې وایملکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه