Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1زما ځان مومي ارام صرف د خدای حضور کېځکه نجات مې د هغه له خوا دی
2یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ماهغه دی زما پناه ځاینو زه به هېڅکله ونه خورم ماتې
3ترڅو به تاسې ټول کوئ په هغه چا بریدونهچې هغه ووژنئڅوک چې په شان وي د کوږ شوي او لوېدلي دېوال؟
4دوی صرف غواړي چې ��اښکته کړي هغهد خپل عزت له ځایهدوی له درواغو څخه خوند اخليپه خوله کوي د برکت خبرېپه خپلو زړونو کې هغه باندې لعنت وایي
5ای زما ځانه، ارام پیدا کړه صرف د خدای حضور کېزما د امید سترګې هغه ته دي
6یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ماهغه دی زما پناه ځاینو زه به نه خورم ماتې
7زما خلاصون زما عزت دواړه د خدای له خوا ديقوي ساتونکی دی زمااو پناه ځای دی زما
8ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدایخپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئځکه هغه دی پناه ځای زمونږ
9انسانان ټول دي په مثال د پوکيکه هغوی لوی دي که واړه دي هغویټول دي یوشان او هېڅ نه ديواچوئ تله کې هغوی تاسېنو د دوی وزن به هېڅ شی نه ويوزن د دوی به وي له هوا هم کم
10په تاو تریخوالي توکل مه کوئپه لوټمارۍ باندې د ګټې امید مه کړئ تاسېکه شتمني د ستاسو زیاته هم شيخو په هغې باندې تکیه مه کوئ
11ما څو ځلې اورېدلي دي داچې خدای وایي دی قدرت ورسره
12ای څښتنه، ستا مینه ده تلپاتې مینهځکه هرچا ته مطابق د عمل اجر ورکوې