Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1ای خدایه ته زما خدای یېزه رجوع کومه تاته خدایهزه په خپل زړه کې ستا لېوال یمهلکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شانزما روح تږی دی د ستا دپاره
2ما یې لیدلی په سپېڅلي ځای کېد ستا قدرت او ستا جلال مې په ځیر ځیر کتلی
3دا ستا مینه تلپاتې ده بهتره له ژوندونهنو زما شونډې به تا ستایي
4ترڅو ژوندی یم ستا ثنا به وایمپورته کوم به خپل لاسونه په دعا کې زه د ستا په نامه
5داسې به موړ شم لکه څوک چې په مېله کېغوړ خوراک وکړيپه خوشحالۍ سره به وایم ستا ثنا او صفت
6کله زه پروت چې په بستر کې یمه تا یادومټوله شپه ستا په اړه فکر کوم
7ځکه چې ته مې مددګار وې همېشد سیوري لاندې د وزرونو د ستاد خوشحالۍ سندرې وایمه زه
8ما خپل روح تا پورې تړلی دیستا ځواکمن لاس کوي ملاتړ زما
9خو څوک چې هڅه کړي چې ما ووژنيهغوی به لاړ شي د مړو دنیا ته
10په جنګ کې مړه به شي په تورو هغویشي به یې مړي د سورلنډیانو خوراک
11خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای له وجېڅوک چې قسم خوري د خدای په نومد هغه ثنا او صفت به کويخو د دروغجنو خولې به بندې شي