Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1واوره زما اواز خدایهواوره شکایت زماخپلو دښمنانو نه وېرېږم زهوساته ژوندون زما!
2وساته ما د دسیسو د بدکارانو څخههم د شریرانو د ډلو څخه
3تېرې کوي دوی خپلې ژبې د تورو په شاندوی په ترخو خبرو لکه د غشو په شان نښه ولي
4په کمینونو کې دوی ولي بې ګناه انسانانبې له کوم ترسه ناڅاپه په هغوی باندې ګوزار کوي
5هغوی یو بل تشویقوي په خپلو بدو دسیسو باندېدوی جوړوي داسې پلانچې په کوم ځای کې دوی دامونه کېږديهغوی وایي چې څوک مونږ نه شي لیدلی
6جوړوي بد پلانونه او دوی وایي:«څومره ښه پلان مو دی جوړ کړی»څه مرموز دی د انسان زړه او دماغ
7خو خدای به وولي هغوی په خپلو غشواو ناڅاپه به هغوی شي زخمیان
8خپلې خبرې به نابود کړي هغویهرڅوک چې ویني هغویکړي اشارې به په ملنډو ورته
9انسانان به ټول وېریږيبیانوي به دوی د خدای کارونهاو کړي سوچونه په هغې څه چې خدای کړي دي
10څښتن چې وکړل کوم کارونهنېکان دې کاندي خوشحالي په هغوپناه دې یوسي ده تهټول نېکان خلک دې صفتونه کوي