Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1اَپه کار ده په صهیون کې ستا ستاینه ای خدایههغه نذرونه درکوو به کوم چې مونږ منلي
2په دې خاطر چې دعاګانې اورېانسانان ټول به ستا حضور ته راځي
3کله چې زیات شي ګناهونه زمابخښې ته زما ټول جرمونه
4بختور دی هغه څوک چې غوره کړی دی تاچې تاته راشي او واوسیږي ستا س��ېڅلي ځای کېمونږ به ماړه شو ستا د کور په ښو شیانو باندېاو ستا د معبد برکتونو باندې
5زمونږ خدایه ته مونږ ژغورېستا هیبتناکه عملونه راکوي ځوابزمونږ د دعا د عدالت دپارهورکوې خلکو ته امیدد دنیا هر سر کېحتی هغو ته چې اوسیږي لېرې بحرونو سره
6تا په قوت باندې ملا وتړلهځای په ځای کړي دي تا غرونه په خپل ځواک باندې
7اراموې ته د سیندونو غرهاراو د څپو غړمباراراموې ته شور او زوږ د خلکو
8تا چې کوم لویې کارنامې کړې ديټول خلک د جهان وېریږيد نړۍ له یوه سره تر بل سرهستا کارنامې راجوړوي د خوشحالۍ نارې
9ته په ځمکه باندې پام کوې او باران وروېغني کوې یې ته او حاصلخېزوې یې تهای خدایه سیند ستا د اوبو نه ډک دیتیاروې غلې دانې خلکو تهدا هغه څه دي چې کوې یې ته:
10په قلبه شویو ځمکو باندېډېر زیات باران وروېنرموې ځمکه په اوبو باندېنرموې خاوره په اورښتونو باندېاو شنه کوې د لویېدو دپاره ته شنه بوټي
11ستا په احسان باندې د ځمکې حاصلاتشول لکه تاج د ځمکېچېرته چې ځې هرڅه پرېمانه وي
12د دښتې شنې لمنې کیږي څړځایونه غنياو غونډۍ سپړي د خوښۍ غوټۍ
13څړځایونه ټول وي ډک له پسونودرې دي ټولې له غنمو ډکېټول شیان چیغې وهياو د خوښۍ ډکې سندرې وایي