Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1اای د ټولې دنیا خلکو ووهئ د خوشحالۍ چیغېوکړئ صفت د خدای
2سندرې وایئ د جلال تاسې د نوم د هغهووایئ حمد او ثنا تاسې د هغه جلالي
3خدای ته ووایئ چېکوې ته څومره هیبتناک کارونهڅومره دی لوی ستا قدرتچې دښمنان د ستا له وېرې سجدې کړي تاته
4د جهان ټول خلک دې کړي عبادتوایي سندرې د ستاینې تاتهستا په نامه باندې سندرې د ثنا وایي
5راشئ او وګورئ چې خدای کړي ديد انسانانو په خاطر څه هیبتناک کارونه
6په وچه ځمکه یې بدله کړله سره بحیرهزمونږ نیکونه په سیند واوختل په خپلو پښونو کوم کارونه چې انجام کړل هغهپه دې سبب مو هغه ځای کې خوشحالي وکړله
7پاچاهي په خپل قوت کړي تل ترتلهپه نورو قومونو خپل نظر ساتيراپورته نه شئ د هغه په ضد سرکښو خلکو
8د دنیا خلکو، زمونږ خدای وستایئپرېږدئ ستاینې ستاسې واورېدل شي
9مونږ یې ساتلي یو ژوندينه یې ښویېدلو ته پښې زمونږ پریښې
10مونږ اچولي یو تا په امتحان کې خدایهلکه سپین زر چې شي پاک اور باندې
11تا مونږ په دام کې ګرفتار کړلوزمونږ په اوږو باندې دې کېښودل درانه بارونه
12دښمنان دې زمونږ پرېښودل چې پایمال مو کړيتېر شو په اور او په سېلاب کې مونږهاخر دې راوستلو مونږ د پرېمانۍ ځای ته
13زه به ستا کور ته سوځېدونکې قربانۍ راوړماو د وعدو سره به سم درکړم نذرونه
14هغه وعدې چې په سختۍ کې مېپرې خلاصې کړلې شونډې خپلېاو مې په ژبه باندې راوړلې
15زه به چاغ څاروي کړم تاته وړاندېد سوځېدونکو نذرانو په څېروي به بوی د قربانۍ د پسونوزه نذرانه به کړم غویان او هم وزان
16ای ټولو خلکو چې وېرېږئ له خدای راشئ واورئزه به خبر کړم تاسو د هغو کارو نهکړي چې هغه زما دپاره دي
17وهلې چیغې مې هغه ته د کومک دپارهاو زما ژبې د هغه ثنا صفت بیان کړ
18که مې په زړه کې ګناهونه خپل ساتلي وای پټڅښتن به نه وای اورېدلې دعاګانې زما
19خو په رښتیا خدای اورېدلې دعاګانې زماقبوله کړې یې دعا ده زما
20د خدای ثنا وایمه ځکه چې رد کړې یې دعا نه ده زمااو زما نه یې نه ده سپمولې خپله تلپاتې مینه