Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1خدای دې راپورته شياو خواره واره دې کړي خپل دښمنانتېښته دې کړي څوک چې نفرت کوي له هغه څخه
2لکه د باد په مقابل کې چې لوګی ورکیږيداسې ته ورک کړه هغویلکه چې څنګه ویلي کیږي موم د اور په مخ کېداسې بدکاره دې تباه شي د خدای په مخ کې
3خو نېکان دې وي خوشحالهکړي خوشحالي دې د هغه حضور کېوي دې خوشحاله او وهي دې د خوښۍ چیغې
4خدای ته ووایئ سندره ثنا صفت یې د نامه وکړئصفت یې وکړئ چې سپریږي هغه ورېځو باندېخوشحالي وکړئ د هغه حضور کېځکه چې یې نوم دی څښتن!
5هغه خدای کوم چې اوسیږي خپل سپېڅلي ځای کېدی دا پلار د یتیمانو او ساتنه کړي د کونډو
6یوځای کوي هغه بې کسه کورنیو سرهراخلاصوي بندیان له بنده نېکمرغیو لرهوچو میرو کې به اوسیږي سرکښان خلک
7ای خدایه کله چې روان وې ته د خپل قوم مخکېکله چې تا وکړ مزل شوې بیابان څخه تېر
8ولړزېدله ځمکه او هم له اسمانه اورېدلو بارانپه دې خاطر چې راروان دی د سینا خدایچې خدای د اسراییلو راروان دی
9تا راووراوه ډېر زیات باراناو تا کړه آباده خپله شاړه ځمکه
10ستا قوم کړ جوړ استوګنځای خپل هلتهد نېکۍ نه دې محتاجو ته هرڅه تیار کړل
11څښتن ورکړلو فرماندا زېری یووړلو د ښځو یوې غټې ډلې:
12«دي پاچاهان خپلو لښکرو سره تېښته کې»په کور کې پاتې ښځې وېشي د جګړې غنیمت
13وې پوښل شوې په سپین زرو د کوترو څېرېپه ښو سرو زرو یې وزرونه ځلېدل(ولې د ستاسو ځینې کسان د جګړې په ورځ د پسونو په شپولونو کې پاتې شول؟)
14خواره واره چې کړل پاچاهان مطلق قادر خدای هلتهوو لکه واوره چې وریږي د صلمون په غره
15ای ځواکمن غره، د باشان غره!ای ته خاوند د ډېرو څوکو، د باشان غره!
16ای د ډېرو څوکو غره!ته ولې ګورې هغه غره ته د حسد له مخېکوم چې خدای دی غوره کړی اوسېدو دپارهڅښتن به اوسي هلته تل دپاره
17زرګونو زرو نظامي ځواکمنو ګاډیو سرهراغی څښتن سپېڅلي ځای ته له سینا څخه
18لوړو ځایونو ته وروختلېیووړل دې ځانه سره زیات بندیانحتی له سرکښانو دې هم تحفې اخیستېنو څښتن خدای به هلته اوسي د هغوی په منځ کې
19ثنا او صفت دې وي څښتن تهچې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږودا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی
20زمونږ خدای د خلاصون خدای دیڅښتن تعالی چې له مرګي مو ژغوري
21وټکوي به خدای سرونه د خپلو دښمنانودا ببر سري چې تګ کړي په ګناهکارو لارو
22داسې وویل څښتن:«راولم زه به دښمنان ستاسو باشان نه بېرتهدریاب د تل نه به هغوی زه راولمه بېرته
23نو ډنډوکي د دوی د وینو به شي ستاسې د لغتو لاندېاو ستاسې سپي به یې څټي چې څومره غواړي هغوی»
24ای خدایه، ټولو خلکو ولید ستا د کامیابۍ مارشمارش د خدای یعنې زما د پاچاچې داخل شو خپل سپېڅلي ځای ته
25سندرغاړي یې په مخ کې، د سازونو والا شاتهاو په منځ کې ځوانې ښځې چې چمبې وهي:
26«د خدای صفت وکړئ مجلس کې د هغه د ولسای د اسراییلو اولادې ټول وکړئ صفت د څښتن»
27اول راځي بنیامین یعنې د ټولو نه کوچنۍ قبیلهبیا ورپسې به وي مشران د یهودا د خپلې ډلې سرهاو بیا مشران د زبولون او نفتالي ورپسې
28ای خدایه ته خپل قدرت وښایههغه قدرت چې تا زمونږ په خاطر کار ترې واخیست
29ستا د کور په خاطر پروت اورشلیم کې چې دیچېرته چې تاته پاچاهان خپل سوغاتونه راوړي
30ورټه مصر په مثال دی د وحشي حیوانچې لوخو کې اوسیږي هغهورټه نور قومونه کوم چې په مثال ديد غویانو او خوسیانو پادېترڅو چې ټول وکړي سجده تاتهاو درکړي تاته خپلې نقرېخپاره واره کړه ته هغه قومونه چې جګړه خوښوي
31استازي رابه شي له مصر څخهایتوپیایان به خدای ته پورته کړيلاسونه د دعا دپاره
32خدای ته ووایئ سندره پاچاهیو د نړۍ ټولوپه سندرو کې صفت د څښتن وکړئ
33د هغه چا دپاره چې په لرغونو اسمانونو ناست دیچې په قوي اواز غریږي له اسمانه څخه
34خلکو ته ووایئ چې خدای قوي دیچې جلال د هغه ځلیږي اسراییلو باندېاو لیدل کیږي یې قدرت اسمان کې
35خپل سپېڅلي کور کې خدای دیڅومره هیبتناک د اسراییلو خدای!ورکوي خپل قوم ته قدرت او طاقتثنا او صفت دې وي خدای ته