Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1وژغوره ما وژغوره ای خدایهاوبه نژدې دي چې نفس مې وباسي
2ژورو خټو کې ډوبېږمه زهداسې ځای نشته چې زه ودرېږمهژورو اوبو کې ننوتی یمهدې ته نژدې یم چې کړي ډوب مې څپې
3ستومانه شوی یمه زه چې نارې ووهم کومک دپارهزما ستونی دی وچ شویستا په انتظار مې سترګې ستړې شوې
4چې بې سببه رانه کرکه کويهغوی دي زیات زما د سر له ویښتودښمنان زما په هکله درواغ وایيدوی دي قوي او غواړي ما ووژنيمجبوروي مې دوی ته ورکړمه زههغه شیان چې ما پټ کړي نه دي
5ای خدایه ته ما پېژنې چې زه څومره کم عقل یمهګناهونه زما نه دي پټ له تا نه
6ای څښتنه ای مطلق قادره خدایهشرمنده نه دې شي زما په سببڅوک چې په تا باندې توکل کويای د اسراییلو خدایهرسوا دې نه شي هغوی زما په خاطرڅوک چې تاته کړي رجوع
7ستا په خاطر مې سپکاوی وزغامهاو په شرمونو پټ شوم
8خپلو خپلوانو ته پردی ښکارمخپل خاندان ته بېګانه ښکارم
9هغه غیرت چې زه یې لرم ستا د کور په خاطرزما بدن باندې یې اور بل کړیکومو خلکو چې وکړ ستا سپکاويهغوی زما سپکاوی هم وکړلو
10کله چې زه شوم په ژړاځان مې خاکسار کړ په روژه نیولونو خلکو زه سپک کړمه
11کله چې ما د ویر جامې واغوستېهغوی په ما پورې خندا وکړله
12بازار کې ما پسې خبرې کوياو شرابیان زما په هکله جوړوي سندرې
13خو زه به تاته کړم دعا څښتنهخدایه قبوله مې دعا کړهچې کله خوښه وي ستاپه خاطر د خپلې زیاتې او تلپاتې مینېکړه زما دعا قبولهځکه په وعده د نجات باندې وفا کوې
14ما پرېنږدې چې شم ډوب خټو کېخوندي مې وساته له هغو چې نفرت کړي له ماژورو اوبو څخه ما وساته ته
15پرېنږدې چې سېلاب راباندی راشيپرې مې نه ږدې چې شم ډوب اوبو کېیا مې کړي تېر قبر ژوندی ځان ته
16ای څښتنه ته قبوله مې دعا کړهځکه تلپاتې مینه ستا غوره دهد خپلې زیاتې همدردۍ نه دې خپل مخ ماته راواړوه!
17د خپل بنده نه دې مخ مه پټوهد ډېر تکلیف سره زه مخ یمه قبوله مې دعا کړه زر
18ماته ته راشه او نجات راکړهخلاص مې کړه خپلو دښمنانو ځینې
19ته ښه پوهېږې زما څومره سپکاوی شوی دیڅومره رسوا او بې حرمته شومهټول دښمنان زما ته وینې خپله
20په سپکاوي دی زما زړګی مات شویاو مایوس شوی یمهما امید د خواخوږۍ لرلوخو هلته هېڅوک نه ؤوم منتظر چې تسلي راکړي څوکخو څوک مې نه کړ پیدا
21چې کله وږی وم دوی زهر راکړلکله چې تږی وم سرکه یې راکړه
22دسترخوانونه د دوی خپل دې دوی ته دام وګرځيودې ګرځي د دوی مذهبي مېلې تیلک دوی ته
23هغوی ړانده کړه چې څه ونه وینيکړه ملاګانې یې کمزورې د تل دپاره
24ته خپل قهر په هغوی باندې نازل کړهاو د خپل غضب په اور یې وسوځوه
25وران او ویجاړ دې شي د دوی د اوسېدو ځایونهد دوی خېمو کې دې هېڅوک نه اوسي
26ځکه هغه دوی ځوروي چې تا ورکړې سزاد هغو خلکو د کړاو په هکله کړي خبرېچې ژوبل کړي دي تا
27د دوی د ټولو ګناهونه ثبت کړهاو هغوی ونه بخښې
28د دوی نومونه دې شي ورک د ژوندانه له کتابحساب دې نه شي په نېکانو کې دوی
29خو زه مظلوم یم او په غم کې ګېر یمای خدایه ما کړه پورته نجات راکړه
30په سندرې به د خدای د نوم صفت کومهپه شکرونو به یې لویي اعلانومه
31دا به خوشحاله کړي څښتنډېر د هغې نه چې ورته وړاندې شي څارویډېر د هغې نه چې د پوره غاښوخوسکی شي قرباني ورته
32کله چې ویني مظلومان دغه کارنو خوشحالیږي به دویکوم خلک چې کړي خدای ته رجوعشي به یې زړونه ژوندي
33ځکه څښتن د محتاجانو قبلوي دعاخپل خلک به هېر نه کړي زندان کې هغه
34ثنا او صفت وکړئ د خدای ای اسمانونو او ځمکېاو هم بحرونو او هغې کې ګرځېدونکو ځناورو
35ځکه خدای به وژغوري صهیونبېرته آباد به کړي د یهودا ښارونهد هغه قوم به هلته اوسي او دوی به خپله کړي هغه ځمکه
36اولاده به د هغوی یې وارثان شياوسي به هلته څوک چې مینه کړي د هغه سره