Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت ته
2ته عادل یې، کومک وکړه نجات راکړهدعا مې واوره او ما وژغوره ته
3اوسه زما ته پناه ځای خونديچېرته چې تل زه راځمتا زما نجات دپاره امر کړیځکه کلا او پناه ځای یې زما
4ای زما خدایه، ما کړه خلاص د بدعملو د لاسونو ځینېکړه ما راخلاص د بدکارانو ظالمانو د ولکې ځینې ته
5څښتن تعالی، زما امید دی تاتهلرم په تا باندې توکل زه د ځوانۍ له وخته
6د زېږېدلو نه مې مخکې ما په تا باندې تکیه کړې دهله هغه وخته دې ساتلی یم چې وم د مور په ګېډه کې زهزه ستا صفت به دوامداره کوم
7ډېرو خلکو ته عبرت شو زما ژوندخو ته یې زما قوي پناه ځای
8زه ټوله ورځ د ستا ثنا وایمهاعلانوم ستا جلال
9اوس چې زوړ شوی یمهله خپله ځانه مې ته لېرې نه کړېخوشې مې نه کړې چې کمزوری یمه
10ځکه چې زما دښمنان زما په ضد خبرې کويچې راپسې دي جوړوي زما د مرګ دسیسې
11هغوی وایي چې خدای پریښی هغهنو راځئ ورشو ورپسې راویې نیسوهېڅوک هم نشته چې کړي خلاص یې مونږ نه
12مه لېرې کېږه ما نه خدایهزما کومک ته زر راشه ای زما خدایه
13ودې شرمیږي او نابود دې شيڅوک چې په ما پورې کوي تورونهڅوک چې غواړي چې ضرر راته راورسويشي شرمنده دې او رسوا دې شي
14د امید سترګې مې تل ستا په لور ديثنا او صفت به ستا لا زیات کومه
15بیانوي به زما ژبه د ستا نېک کارونهستا د نجات باره کې ټوله ورځ به کړي خبرېکه څه هم دی زما د پوهې څخه لوړ دغه کار
16زه به ځمه په قدرت د څښتن تعالیزه به اعلان ستا د عدالت کوم، یوازې ستا
17د ماشومتوب نه دې تعلیم راکړیزه لا تر اوسه بیانوم ستا عجیبه کارونه
18اوس چې زه زوړ شوم او ویښتان مې سپین شوللاس رانه وانخلې ای خدایهترڅو خبر کړمه دا نسل او نور ټول نسلونهستا د قوت او ستا د زوره څخه
19ای خدایه، ستا عدالت رسي تر اسمانه پورېتا کړي لوی کارونهنشته څوک ستا په مثل
20تا تکلیفونه کړاوونه په ما راوستلخو ته به بېرته راته راکړې قوتما به راوباسې د ځمکې د تل
21ما به سرلوړی کړې له مخکې نه همماته به بېرته تسلي راکړې
22زه به د چنګ په وهلو ستا صفت کړمهځکه چې ته یې وفادار زما خدایهای د اسراییلو سپېڅلی خدایهزه به په رڅپرکی به تاته وایمه سندره
23زه درته وبه وهم د خوشحالۍ چیغېزه به سندرې درته وایمه د زړه له کوميځکه چې تا راته نجات راکړی
24ستا د عدالت په هکله ټوله ورځ به زما ژبه کړي خبرېځکه هغو چې کړ کوښښ چې ماته راکړي ضررشول شرمنده او رسوا