Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1خدایه ورکړه ته پاچا ته خپل انصافد پاچا زوی ته په برخه عدالت کړه
2ترڅو ستا قوم باندې په عدالت سره حکومت وکاندياو د بې وزله سره وکړي انصاف
3غرونه به راوړي سوکالي خلکو تهغونډۍ به راوړي د نېکۍ مېوه
4د قوم غریبو سره وبه کړي هغه انصافمحتاجو خلکو ته به ورکړي نجاتاو ظالمان به رېزمرېز کړي
5څو چې لمر او سپوږمۍ وي په دې جهانتل ترتله د یو نسل نه تر بلهخدایه ستا ولس به ستا ځینې وېریږي
6پاچا به اوسي د باران په شان چې اوري په پټیو باندېلکه شېبه باران چې ځمکې ته اوبه ورکوي
7عادلان به وده وکړي د هغه دوران کېترڅو سپوږمۍ وي په اسمان کې وي به سوله هلته
8وبه رسیږي پاچاهي د هغهد ختیځې بحیرې نه تر لوېدیځې پورېاو د فرات له سیند نه د دنیا تر بله سره
9د بیابان خلک به یې په مخکې په سجده پرېوځيدښمنان به یې راپرېوزي پړمخې خاورو باندې
10پاچاهان به د ترشیش او جزیرو ورته راوړي باجونهورته راوړي به سوغاتونه د شیبا او د سیبا پاچاهان
11ټول پاچاهان به یې په مخکې خپل سرونه ټیټ کړياو ټول قومونه به یې کاندي خدمت
12چې غریب خلک ورنه کله هم کومک وغواړيورته نجات ورکوياو کوي مرسته د غریبو او بې کسو سره
13په ضعیفانو او محتاجو باندې رحم کويڅوک چې محتاج وي هغه یې ژوند بچ کوي
14خلاصوي هغوی د ظلم او د جبرځکه چې وینه یې قیمتي ده ورته
15عمر دې زیات وي د شاه!ورته نصیب دې شي طلا د شیبادعا د خلکو دې وي تل ورسرهبرکتونه دې د خدای وي همېشه ورسره
16وي دې په ځمکه د غلو پرېمانيپه حاصلاتو دې تپې پټې ويوي دې مېوې یې د لبنان په شانتېښارونه ډک دې وي د خلکو ځینېلکه چې ځمکې وي واښو نه ډکې
17هېڅکله هېر دې نه شي نوم د هغهوي برقرار دې لکه لمر په شان شهرت د هغهبرکت دې ورته ورکړل شيټولو قومونو ته د خدای له خوا نههغوی به هغه مبارک وبولي
18ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهیوازې هغه دی چې کړي دا عجیبه کارونه
19د جلال ډک نوم د هغه دې مبارک وي همېشډک دې شي ټول جهان د ده په جلالامین! امین!
20د یسي د زوی داود دعاګانې په همدې ځای کې پای ته ورسېدلې.