Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1په رښتیا چې خدای ښه دی اسراییلو سرهد هغه چا سره چې زړونه یې پاک دي
2خو زما په هکله دا چېنژدې ؤ چې رانه ورک واید پښو د ایښودلو ځایاو زما پښې وای ښوېدلې
3ما ځکه وکړله بخیلي د کبرجنو سرهکله چې ما د بدکارانو بریا ولیدله
4هغوی هېڅکله درد لیدلی نه دیدي روغ رمټ ��و ځواکمن
5د نورو خلکو په شان دوی هېڅ په کړاو کې نه ديد نورو خلکو په شان نه ځوریږي
6په غاړه کړی دی دوی کبر د غاړه کۍ په شاناو تاوتریخوالی د چپنې په شان
7له چاغۍ نه یې سترګې رډې راوتلې ښکاريهم یې ذهنونه دي د بدو خیالاتو نه ډک
8په نورو خلکو پورې خاندي هغوی او بدې خبرې کويپه خپل غرور سره دوی د تېري ګواښونه کوي
9هغوی دي خولې راخلاصې کړې د اسمان په ضدپه خپله ژبه یې دنیا وخوړه
10حتی تر دې چې د خدای قوم هم پیروي کړي د دویاو څه چې وایي پرې باور هغوی په شوق کوي
11بدکاران وايي: «خدای به څنګه پوه شي؟خدای تعالی به په دې پوه شي چې څه کیږي؟»
12وګورئ دغه بدکاره خلکهغوی ارام دي همېشاو ورځ په ورځ د دوی دولت زیاتیږي
13ایا بېځایه مې خپل زړه پاک کړی؟لاسونه لېرې مې ساتلي له ګناه ځینې؟
14زه ټوله ورځ کړول کېږماو هر سهار راکول کیږي سزا راته
15داسې خبرې که مې کړې وای نورو تهنو زه به خاین وای ستا ولس ته
16ما کوښښ کاوه چې پوه شم په دې ستونزهخو زما دپاره دا وه ډېره سخته
17ترڅو زه لاړمه ای خدایه ستا سپېڅلي کور تهنو بیا زه پوه شومه چې څه به ويقسمت د بدکارانو خلکو:
18بې له شکه تا دي درولي هغویپه ښویېدونکو ځایوترڅو راولویږي نابود شي هغوی
19دوی ناڅاپه تباه کیږيډک دی له وېرې او وحشته د هغوی انجام
20دي هغوی د هغه خوب په شانکوم چې هېریږي د سهار په وخت کېچې ته راپاڅې ای څښتنه کلهنو ته به هېر کړې هرڅه د دوی په هکله
21کله چې زړه زما خفه ؤاو زما روح زخمي ؤ
22او چې زه ومه بې عقل او جاهلښکاره کېدم به تاته زه د یو حیوان په څېر
23بیاهم تل تاته نژدې یمتا مې نیولی ښي لاس
24ته لارښوونه مې کوې په مشورو خپلواو رسوې مې ته اخر خپل پر جلال حضور ته
25په اسمان کې زما څوک دی بې له تا نه؟په ځمکه هم پرته له تا نه بل څه نه غواړمه
26که مې زړه او بدن دواړه شي کمزوريخو بیاهم دی خدای زما د زړه قوتاو د تل دپاره به هرڅه وي زما دپاره هغه
27وګوره، چې څوک د ستا نه لېرې شي تباه به شيکړې به یې نابود هغوی چې تاته وفادار نه دي
28خو زما دپاره څومره ښه دهچې د خدای سره نژدې واوسمڅښتن تعالی ته مې پناه وروړلهبیانوم به یې زه ټول کارونه